چارواکي: په لغمان کې د چاودنې له امله ۲ طالبان وژل شوي
د لغمان ولایت له امنیه قوماندانۍ رسنیو ته استول شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، پېښه د علینګار ولسوالۍ د نورلام په سیمه کي د سړک غاړي ماين چاودني له امله شوې.
وژل شوي او ټپیان ټول د طالبانو غړي دي چې دوی یې امنیتي ځواکونه بولي.