Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

توماس ويسټ: افغانان دې په يوه خوله نړيوالو ته خپلې اړتياوې ور مخته کړي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ وایي، یوه ډله افغانان د افغانستان د راتلونکې په اړه د ملي ډیالوګ د رامنځ ته کولو غوښتونکي دي.


هغه پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې، د ترکیې په انقره کې یې د ډاکټرانو، د افغانستان د پخواني حکومت د وزارتونو د یو شمېر چارواکو او سیاسي مشرانو په ګډون له یو شمېر افغانانو سره لیدنې کتنې ترسره کړي دي.


ښاغلي ویسټ ویلي چې، پر هزاره ګانو د حملې، د ده په خبره د ځوانانو او ښځو د خواشینونکو تلفاتو او په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو لپاره د یوې فضا د نشتوالي په اړه یې اندېښنې اورېدلي دي.


د هغو افغانانو په منځ کې چې له ویسټ سره یې کتلي یوه هم د کابل پوهنتون پخوانۍ استاده ثریا پیکان ده.




هغې په دې اړه چې په دې کتنه کې پر کومو مسلو خبرې وشوې، ازادي راډیوته وویل: "غونډه د افغانستان د قضيې د هواري لپاره پر ملي ډیالوګ څرخېده. دا چې په څه ډول یو ملي ډیالوګ رامنځته شي او هغه افغانان چې له افغانستانه بهر یې ځیني بنسټونه جوړ کړي یا اتحادیې، مدني ټولنه او مختلف ګوندونه، هغوی وکولای شي چې تر یوه چتر لاندې په یوه ډیالوګ کې برخه واخلي او له دې لارې د افغانستان د بحران د هواري چاره مخته یوړل شي."


د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ یو ځل پخوانۍ څرګندونې تکرار کړې چې له افغانستانه باید هیڅ هېواد ته ګواښ متوجه نه‌شي، له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده ‌کړو او ښوونځي ته د تلو اجازه ورکړل شي او روان بشري بحران ته باید فوراً ځواب وویل شي.




ټام ویسټ په افغانستان کې دننه او بهر له افغانانو هم غوښتي چې له نړیوالې ټولنې سره په یوه خوله خبرې وکړي.


هغه له طالبانو هم غوښتي چې د ماشومانو او د هغوی د کورنیو پر ښېرازه راتلونکي فکر وکړي.


طالبانو په کراتو کراتو ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې به هیڅ هېواد ته ګواښ متوجه نه‌شي.


خو په تېرو څو میاشتو کې د افغانستان له خاورې د ازبکستان او تاجکستان پر لورې د توغندویي بریدونو راپورونه ورکړل شو.




ویسټ تېره اوونۍ د افغانستان په اړه په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې.


وروسته دوحې ته لاړ او هلته یې د طالبانو د چارواکو او د امریکا د استخباراتو د ادارې د چارواکو ترمنځ خبرو کې برخه واخیسته.




یو شمېر امریکایي رسنیو ویلي، په دې خبرو کې د امریکایي پلاوي مشري د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې پخواني مشر دیویډ کوهن او د طالبانو له لوري د پلاوي مشري د طالبانو د استخباراتو د ادارې رئیس عبدالحق وثیق کوله.


تر اوسه په دې اړه چې دواړو لورو پر کومو مشخصو مسایلو خبرې کړي، زیات جزیات نه‌دي په ډاګه شوي.


د جولای د میاشتې په ۳۱مه په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته د متحدو ایالاتو او طالبانو ترمنځ خبرې درېدلې وې.


پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو څه باندې یو کال تېرېږي خو حکومت یې تر اوسه د نړۍ هیڅ هېوادپه رسمیت نه‌دی پېژندلی.


د یوه ټولشموله حکومت جوړېدا او د ښځو د حقونو په ګډون بشري حقونو ته درناوی او ځینې نور نړیوالې ټولنې د شرطونو په توګه د طالبانو مخ ته ایښي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *