Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

نن د ملګرو ملتونو د بشر حقونو شورا ته د ۱۴ غړو هېوادونو د غوراوي ټاکنې کېږي

د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه به د بشري حقونو د شورا د څوارلس چوکیو د ګټلو لپاره د چهارشنبې په شپه اتلس هېوادونو ته رایه ورکړي.


د اتلس کاندید هېوادونو له ډلې به د بشري حقونو شوار ته د څوارلس هېوادنو استازي بریالي شي او له ۲۰۲۳ نه تر ۲۰۲۵ پورې به دغه په یادې شورا کې چوکۍ ترلاسه کړي.


د دې ۱۴ چوکیو له ډلې څلور یې د اسیا پاسفیک شپږو هېوادونو"افغانستان، قرغیزستان، جنوبي کوریا، بنګله‌دېش، مالدیف او ویتنام" ته ځانګړې شوي دي چې ملګرو ملتونو په عمومي مجمعه کې به ورته رایه ورکول کېږي.


په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د تېر ړنګ شوي جمهوري نظام د دایمۍ استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق ازادي راډیو ته وویل، هیله لري چې افغانستان به د دغه شورا غړیتوب خپل کړي.




ښاغلي فایق وویل د دې شورا غړیتوب به په افغانستان کې د بشري حقونو د روان وضعیت په ښه کېدو کې مثبت رول ولري.


نوموړي وويل: "په افغانستان کې د بشري حقونو اوسني وضعیت ته په کتو چې په دې هېواد کې اوس مهال د بشري حقونو د نقض جدي اندېښنې موجودې دي په ځانګړي ډول طالبانو د بشر حقونو د خوندیتوب ژمنې نه‌دي پر ځای کړي، مهمه ده چې په ژنیف او نیویارک کې د افغانستان دایمي استازولۍ وکولای شي د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو په برخه د افغانانو غږ پورته کړي."




دا په داسې حال کې ده چې تازه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ځانګړي راپور ورکونکي د ماموریت موده د یو بل کال لپاره غځولې ده.


دافغانستان لپاره ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکونکي د موندونو پر بنسټ له کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي دي نه یوازې د کار او زده‌کړو په برخه کې یې د مېرمنو او نجونو حقوق تر پښو لاندې کړي بلکې د تېر جمهوري حکومت نظامیان یې نیولي، وهلي او په ځینو مواردو کې ان وژلي دي.


خو طالبانو په وار وار د ملا هبت الله د عمومي بښنې د فرمان په عملي کېدو ټینګار کړی او ویلي دي چې ځینې پېښې د شخصي بدیو پر بنسټ رامنځته شوي او دوی د خپل مشر فرمان ته ژمن دي.


په ورته وخت کې د افغانستان د تېر جمهوري حکومت د بشر حقونو د کمېسیون سرپرست نعیم نظري نړیواله ټولنه په افغانستان کې د بشري حقونو په مسله کې په سیاسي چلند تورنوي.


ښاغلی نظري هیله لري چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د څوکۍ ترلاسه کولو په صورت کې، د افغانانو د بشري حقونو د نقض د مستند سازۍ په برخه کې د لا انسجام فرصت رامځته شي.




ښاغلی نظري وايي: "نړیواله ټولنه، په ځانګړي ډول د بشر د حقونو شورا دې د خپلواکو نظارتي جوړوښتونو د منسجم ملاتړ لپاره لاره ولټوي، چې د بشر د حقونو د شورا په ناستو کې د افغانستان د حضور فرصت برابر شي، عالي کار دی او ممکن د افغانستان د خلکو د بشري حقونو د ټينګښت په برخه کې ډېر مثبت اغېز ولري."


مخکې تر دې هم افغانستان له ۲۰۱۸ نه تر ۲۰۲۰ کاله پورې د دغه شورا غړیتوب درلود، خو د بیاځلي غړیتوب لپاره هڅې په داسې حال کې دي، چې د بشري حقونو د بنسټونو د راپور له مخې، په افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته، د طالبانو حکومت په جدي ډول د افغانانو بشري حقونه نقض کړي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *