Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

خلک: له دوو میاشتو راهیسې د کونړ په ځینو سیمو کې برښنا پرې شوې

د کونړ ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، له تېرو نږدې دوو میاشتې راهیسې په مرکز اسعداباد او نږدې سیمو کې برښنا پرې شوې.


د کونړ ولایت مرکز اسعداباد او نږدې پرتو ولسوالیو وټه‌پور او پېچ درې ځینې کلي چې د مناګي برښنا کوټ ورغلي برښنا روښانه کول، له تېرو نږدې دوو میاشتو راهیسې تیاره دي.


د سیمې خلکو ازادي راډیو ته ویلي، نه پوهېږي چې بنسټیزه ستونزه څه ‌ده، خو د دوی په خبره له کله چې برښنا پرې شوې، بېلابېلو ستونزو لاس و ګرېوان دي.


د کونړ یو اوسېدونکی ضیاالرحمن سپین غر وویل: "په ښار کې هټیوال جنراتورونه چالانوي، چاپېریال ککړ شوی، لوګي او شور دی. بله خبره دا چې د خلکو په اقتصاد یې هم ناوړه اغېزه کړې ده. وړاندې به هټۍ شپې تر ناوخته پرانیستې وې، خو اوس ماښام ځکه بندېږي چې د رڼا ستونزه ده."


د اسعداباد ښار یو بل اوسېدونکی اباسین سېلاب بیا وايي، د برښنا پرې کېدو د دوی ورځنۍ چارې ټکنۍ کړي او تر خوا یې هغه کارونه چې برښنا پورې تړلي، په ټپه ولاړ دي.


سېلاب وویل: "دلته خو ډېر دکاندارن شته چې خپل کارونه د برښنا په وسیله مخته وړي. خیاطان دي، موبایلو والا دي، د برقي الاتو پلرونکي دي او ډېر داسې نور دکانداران هم شته چې د بې برقۍ له امله یې کارونه په ټپه ولاړ دي او نه شي کولای مخته یې یوسي."


د اسعداباد اوسېدونکی عبدالتواب ژمن له طالب چارواکو غواړي، دا ستونزه ژر حل کړي.


هغه وویل: "د اسعداباد ښاریان په ډېرو ستونزو کې ژوند تېروي. موږ په چارواکو او د برښنا په شرکت او وزارت غږ کوو چې د کونړ ستونزې جدي وګڼۍ. د ولسونو دا لوی مشکل درک او ورته د حل لار ولټوئ."


د برښنا رییس شهاب‌الدین یاسر ازادي راډیو سره په خبرو کې ومنله، چې په خلکو برښنا پرې شوې، خو دا یې لامل هغه شرکت ګڼي چې د مناګي برښنا بند یې جوړ کړی دی.


یاسر وايي: "کوم قرارداد چې حکومت له قراردادي شرکت سره کړی و، قراردادي په کیفیت کار نه دی کړی، ستونزي لري، تر هغه چې دا ستونزې حل نه‌شي، موږ برښنا ځان ته نه‌شوو حواله کولای. کله چې دا ستونزې حل شي، موږ به یې حواله کړو، قرارداد هم پوره شوی دی. د برښنا ماشینونه دواړه له کاره لوېدلي. که قراردادي دا ماشینونه دواړه ورغوي، موږ ته به حواله شي."


د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د مناګي برښنا کوټ قراردادي شرکت له مسوولانو سره هم خبرې وکړي، خو بریالی نه‌شو.




د مناګي بند برښنا کارونه نږدې لس کاله وړاندې پیل شوي و، خو څو ځله په کارونو کې د نیمګړتیاوو او ستونزو له امله ودرېدل، تر دې چې د جمهوري نظام په وروستیو کې په ازمایښتي ډول له دې بند د برښنا تولید پیل شو، خو اوس بیا درېدلی دی.


د مناګي برښنا بند د ۲،۱ میګا واټه برښنا د تولید ظرفیت لري، خو د ۱۳۹۷ کال په لړم میاشت کې د ازادي راډیو له‌خوا د جوړ شوي راپور پر بنسټ چې د سیمې د خلکو او د ولایتي چارواکو له قوله جوړ شوی، د مناګي د برښنا بند ډیزاین د اته مېګا واټه برښنا د تولید لپاره جوړ شوی و، بیا کله چې پرې عملي کار پیلېده دا ظرفیت‌يې ۲،۱ کېلو واټ ته راټیټ کړای شو .


هغه مهال هم د دې بند د کارونو د کیفیت په اړه د سیمې خلکو او ځايي ولایتي چارواکو نیوکه درلوده.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *