د طالبانو حکومت د لوړو زدهکړو وزارت لپاره نوی سرپرست وزير ټاکلی
![د طالبانو حکومت د لوړو زدهکړو وزارت لپاره نوی سرپرست وزير ټاکلی](https://gdb.rferl.org/5CB8560C-BBAD-4EA7-8E57-9F0EAC9233C5_w800_h450.jpg)
د طالبانو حکومت شیخ ندا محمد ندیم د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست ټاکلی.
ذبیح الله مجاهد دوشنبه ناوخته په خپل ټوېټر د شیخ ندیم د ټاکل کېدو خبر ورکړی.
شیخ ندامحمد ندیم تر دې مخکې د طالبانو د حکومت د کابل او ننګرهار والي پاتې شوی.
دی د مولوي عبدالباقي حقاني پر ځای تعین شوی.
حقاني په پوهنتونو کې د نجونو او هلکانو ټایمونه او ټولګي سره جلا کړي وو او ځینې نورې محدوودنکې پالیسۍ یې هم وضع کړې وې.