د کرکت نړیوال جام سیالۍ؛ سریلانکا له افغان لوبډلې سیالي وګټله
افغانستان سریلانکا ته د ۱۴۵ منډو هدف وټاکه او د سریلانکا لوبډله په نولسم اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره دې هدف ته ورسېده.
افغان لوبډلې مخکې له دې په نړیوال جام کې انګلستان ته هم لوبه وبایلله او له نیوزیلنډ او ایرلنډ سره یې د باران له کبله لوبې لغو شوې.
افغان لوبډله د جمعې په ورځ له کوربه استرالیا سره هم لوبه کوي، خو په نړیوال جام کې د پاتې کېدو هیله یې تقریباً له منځه تللې.