طالبانو په څلورو ولایتونو کې ۱۸۳ روږدي کسان راټول کړي
په یوه بیان کې چې پرون د کورنیو چارو وزارت خپور کړ، راغلي دي چې له کندهار، سرپل، بلخ او فاریاب ولایتونو څخه ۱۸۳ تنه روږدي کسان راټول شوي او روغتیايي مرکزونو ته معرفي شوي دي.
بیان زیاتوي چې په بلخ ولایت کې ۵۲ روږدي کسان له علاج وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
د روږدو کسانو علاج یوه ډېره پېچلې پروسه ده چې خورا زیاتو امکاناتو او سرچینو ته اړتیا لري.
په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت له سختو مالي محدودیتونو سره مخامخ دی معلومه نه ده چې په نشو د روږدو کسانو علاج به په کومه طریقه کېږي.