سيګار: امريکا د طالبانو په واکمنۍ کې افغانانو ته ۱.۱ اربه ډالر لېږدولي دي
سیګار ويلي چې د تېر کال له دوبي راهیسې د افغانستان اقتصاد ۲۰ فیصده تاواني شوی دی او له ۷۰۰،۰۰۰ زیاتو کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. طالبانو تر اوسه د سيګار د راپور په غبرګون کې څه نه دي ویلي.