لاهور های کورټ په یوه میاشت کې دننه د ادریس خټک د مقدمې اورېدلو حکم کړی
مشال راډيو په دې اړه د پاکستان دفاع وزارت سره رابطه وکړه. هلته د رسنيو د برخې مسوولينو وويل چې چارواکي په روانو عدالتي قضيو تبصرې نه کوي. خو په پارلېمان کې د بشري حقونو د کمېټې غړی محسن داوړ وايي حکومتي استازي به ورغواړي او ورڅخه به پوښتنه کوي.