زلنسکي: روسيې پر اوکراين له يرغل راهيسې ۴۷۰۰ ميزايل ويشتلي
اوکراین ولسمشر وايي د روسیې پوځ د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین له یرغل راهیسې په اوکراین کې پر بېلابېلو اهدافو شا و خوا ۴۷۰۰ میزایل ویشتلي دي.
ولودمیر زلنسکي پرون په یوه ویډیويي پیغام کې دا خبره وکړه.
هغه زیاته کړه چې په نتیجه کې د اوکراین په سلګونو ښارونه او ښارګي ویجاړ کړای شوي، په زرګونو کسان وژل شوي او په سلګونو زره نور کسان په جبري ډول روسیې ته اخراج شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ویلي، چې د روسیې پوځیانو یوازې د نوامبر پر ۱۵مه په اوکراین کې پر استوګنیزو ساحو نږدې ۱۰۰ توغندي وویشتل چې له کبله یې د اوکراین شا و خوا ۲۰ ملیونه وګړي له برېښنا بې برخې شول.