قزاقستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره رای اچونه بېګاه پای ته ورسېده
په قزاقستان کې د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره رایګیري بېګا ناوخته پای ته ورسېده.
د ازادې اروپا د قزاقي څانګې د راپور پر اساس اوسنی ولسمشر قاسم جومارت توقایف په دې ټاکنو کې بریالی ګڼل کېږي.
د قزاقستان د ټاکنو مرکزي کمېسیون د خلکو عمومي ګډون نږدې اویا فیصده بللې خو دا تقسیم په بېلابېلو ښارونو کې سره توپیر لري.
توقایف په لږ تر لږه دوو وړاندوینو کې د څه باندې اتیا فیصده رایو په خپلولو بریالی شوی دی.
په ولسمشر قاسم جومارت توقایف سربېره پنځه نور کاندیدان هم دې ټاکنو ته ولاړ وو خو د ټاکنیزو کمپاینونو لپاره ډېر کم وخت ورکړل شوی وو او هر یوه له دریو فیصدو کمې رایې وړي.
په قزاقستان کې دا ولسمشریزې ټاکنې تر یو لړ سختو اعتراضونو وروسته وشوې.
سږکال جنوري میاشت خونړۍ جنوري یاده شوه ځکه د قیمتونو او فساد پر ضد د راولاړو شویو معترضینو او پولیسو تر منځ سخت اخ و ډب وشو.
د ازادې اروپا راډیو د معلوماتو په اساس څه باندې دوه سوه معترضین ووژل شول او نږدې لس زره نور ونیول شول.