مالدووا سره د مرستې ژمنه؛ د ۴۵هېوادونو استازي يې په اړه غونډه لري
په مالدووا کې چې د اوکراین او رومانیا ترمنځ پروت هېواد دی، د اوکراین د جګړې له پیلېدو وروسته د اړتیا وړ توکو او د سونګ د موادو بیې لوړې شوي او دا هېواد د زرګونه کډوالو کوربه دی په داسې حال کې چې خپل نفوس یې دوه نیم میلیونه دی.
تمه ده چې نن د نړۍ د نژدې ۴۵ هېوادو او نړیوالو موسسو استازي په پاریس کې سره راټول شي او له مالدووا سره د میلیونونه ډالرو مرستې ژمنې وکړي.
یوه فرانسوي ډیپلومات خبریالانو ته وویل مالدووا د اوکراین د جګړې له کبله زیانمن شوی ځکه د روسیې د انرژۍ په صادراتو متکي ده او ځینې برخې یې د روسي سرتېرو له خوا اداره کېږي نو ځکه تر جدي ګواښ لاندې ده.
مالدووا د پخواني شوروي اتحاد جمهوریت و، چې ځینې برخې یې اوس مهال د روس پلوو بېلتونپالو له خوا اشغال شوې دي.
دا پیسې به د مالدووا د بودیجې د مالي ملاتړ، د برېښنا د تولید او همداراز د زرګونه اوکرایني کډوالو د ساتنې پر چارو ولګول شي.
له رومانیا سره د مرستې لپاره د روان کال په پیل کې هم په برلین او بخارست کې کنفرانسونه جوړ شوي وو، چې هلته مرستندویو هېوادونو د نژدې ۱،۳۴ میلیارد ډالرو مرستو ژمنه وکړه.
مالدووا چې د انرژۍ له پلوه تر ډېره پر روسیې متکي ده د ژمي له را رسېدو سره له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوې ځکه مسکو یې د طبیعي ګاز جریان تقریبا ۴۰ سلنه قطع کړی او په نتیجه کې یې دا هېواد نهشي کولای چې خلکو ته کافي بریښنا ورسوي.
دا هېواد که څه هم د اروپايي ټولنې له غړې ګاوندۍ رومانیا سره تاریخي او ژبني اړیکي لري خو تر ډېره د روسي ګازپروم شرکت پر وارداتو متکي دی.