د فارياب په مرکز کې د اورلګېدنې له امله ګڼې هټۍ سوځېدلي دي
د فاریاب ولایت د مرکز میمنې ښار په یوه مارکېټ کې د اور لګېدو له کبله ګڼ شمېر دوکانونه وسوځېدل.
په فاریاب کې د طالبانو د حکومت د اطلاعلاتو او فرهنګ رئیس شمس الله محمدي باختر خبري اژانس ته ویلي چې پرون (یکشنبه) په شیرین تګاب مارکېټ کې اور د غالیو له یوه دوکانه پیل شو او وروسته شاوخوا دوکانونو ته خپور شو.
د محمدي په وینا د غالیو د دوکانونو د سوځېدو له کبله دوکاندارانو ته د څه باندې ۲ میلیون افغانیو تاوان اوښتی دی.