اندونيزيا کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۲۵۲ ته ورسېد
د اندونیزیا چارواکو نن د نوامبر په ۲۲مه وویل، د وړمې ورځې خونړۍ زلزله کې د مړو شویو کسانو شمېر ۲۵۲ تنو ته لوړ شوی دی.
په دې زلزله کې لږ تر لږه ۳۷۷ تنه ټپیان شوي او ۳۱ تنه نور نادرکه دي.
ژغورونکو د ژوندیو ژغورلو عملیانو ته دوام ورکړی دی.
دغې زلزلې څه باندې ۷زره کسان بې کوره کړي.
دا زلزله چې د ریښتر په کچه پنځه اعشارې یو درجه وه، مرکز د پلازمېنې جاکاتار په څلور اویا کیلومټره کې سوېل ختیځ ښودل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې سږ کال د افغانستان په سوېل او سوېل خیتځ کې د ویجاړونکې زلزلې سربېره زیاتره اسیايي هېوادونه د طبیعي پېښو شاهد و.