رينا اميري: د حدودو پلي کول د نړۍ په وړاندې د طالبانو 'وحشتناکه' نښه ده
نوموړې ويلي، چې د طالبانو دغه عمل به دا هېواد بیا یوې خطرناکې لارې ته سیخ کړي.
رینا امیري نن په یوه ټویټ کې ویلي، دا وحشتناکه او هم خطرناکه نښه ده چې طالبان یې د نړۍ په وړاندې د سرغړاوي په توګه ښیي او هغې پخوانۍ تګلارې ته مخه کوي چې مخکې یې ښه پایله نهده لرلې، چې یو ځل به بيا دا هېواد یوې خطرناکې لارې ته سیخ کړي.
د راپورونو لهمخې طالبانو د لوګر په مرکز پل علم کې پر مختلفو جرمونو تورن، یو شمېر ښځې او نارینه په متروکو ووهل.
تر دې مخکې د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې مرستیالې پاتریشیا ګاسمن هم ازادي راډیو ته ویلي و، که طالبان په عام محضر کې شرعي احکام پلي کړي، له سختو انتقادونو سره به مخامخ شي.
په عام محضر کې اعدام، د زنا په خاطر سنګسار، د لواطت په جرم پر تورن د دېوال چپه کول، د غلو د لاسونو پرې کول او په متروکو وهل په حدودو کې شامل دي.
طالبانو د واک په لومړۍ دوره کې، یعنې له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ پورې حدود او قصاص اجرا کاوه چې له دې کبله په نړۍ کې له ډېرو انتقادونو سره مخامخ وو.