طالبانو له ازبکستان د ۱۲۵ امبولانسونو د اخيستو خبر ورکړی
طالبان خبر ورکوي چې له ازبکستان څخه یې یو سل او پنځه ویشت امبولانسونه اخیستي دي.
د طالبانو د چارو د ادارې رئیس مولوي نورالحق انور پرون په کابل کې رسنیو ته د دې امبولانسونو د اخیستو خبر ورکړ.
طالبان وایي چې دا امبولانسونه یې په شپږ میلیونه او څه باندې څلور لکه پنځوس زره ډالرو اخیستې دي چې د عامې روغتیا وزارت ته تسلیم شول.
دا امبولانسونه په کابل او ولایتونو کې د روغتیایي مرکزونو لپاره دي.
په تېرو شلو کلونو کې د جګړو په ترڅ کې ډېر امبولانسونه د چاودنو پر مهال ویجاړ شوي دي.
طالبانو د دوه زره اتلسم کال د جنوري په اووه ویشتمه په کابل کې د صدارت په چوک کې امبولانس له چاودیدونکو موادو ډک کړی و او چاودنه یې ورکړه چې له امله یې یوسل او درې تنه ووژل شول.