زابل کې د لېونيو سپيو د داړلو له امله دوه تنه مړه شوي
په دې ولایت کې د طالبانو چارواکو پرون خبر ورکړ چې په وروستیو کې شاوخوا سل تنه لیونیو سپیو داړلي دي چې، له امله یې یوه تن په میزانه او بل په کاکړانو ولسوالۍ کې ساه ورکړې ده.
طالبانو نهدي ویلي چې دا کسان په کومه ورځ مړه شوې دي، خو د عامې روغتیا د ریاست او د زابل د ښاروالۍ په وینا یې د داسې ټیمونو د جوړیدو خبر ورکړی دی چې لېوني سپي ووژني.