Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

واشنګټن پوسټ: امريکا کې د شکرګزارۍ ورځې ته افغان کډوال وربلل شوي وو

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه:



د واشینګټن پوسټ ورځپاڼې په امریکا کې د شکرګزارۍ د ورځې لمانځنې او په‌کې د سلګونو افغان کډوالو ګډون ته پاملرنه کړې ده.


په افغانستا کې په تېر میلادي کال کې واک د طالبانو له بیا رسېدو وروسته لسګونه زره افغانان امریکا ته ولېږدول شول.


په لیکنه کې ویل شوي چې د ویرجینیا ایالت په یوه سیمه کې افغانان ماښامنۍ او د شکرګزارۍ له ورځې سره بلدتیا ته وربلل شوي وو.


د فیل مرغ غوښه او خواږه کچالو هم په خوړو کې شامل وو.


دا مراسم د امریکایانو په کلتوري او دیني باورونو کې ريښه لري، په همدې خاطر هر کال د نومبر میاشتې په پای کې لمانځل کېږي.


خو د لیکنې لېکوال وايي ډېر افغانان له دې ورځې سره بلدتیا نه‌لري او یا دا چې دا ځانګړی امریکايي جشن ورته چندان ځانګړی نه ښکاري.


یو افغان کډوال چې په افغانستان کې یې تر یوې لسیزې زیاته موده له امریکايي ځواکونو سره د انجينر په توګه کار کړی دی واشینګټن پوسټ ته ویلي هڅه کوي چې له امریکايي ټولنې سره اشنا شي.


هغه ویلي چې په افغانستان کې خپلوانو او دوستانو پسې خپه شوی دی.


یو بل افغان ویلي، افغانستان کې فیل مرغان وو خو چا یې غوښه نه خوړله.


یو بل کډوال بیا ویلي چې انټرنیټ کې لټون کوي چې په امریکا کې د شکرګزارۍ د ورځې په اړه نور معلومات پیدا کړي.


لیکوال د دې مراسمو د یو کوربه له قوله ویلي، د یو هېواد له کلتور سره اشنايي د یوې ورځې کار نه‌دی او یوه تدریجي پروسه ده.


هندوستان ټايمز ورځپاڼه:



په کابل ښار کې څلور سوه لارډسپیکرونه لګول کېږي څو خلک په کې اذان واوري.


په دې اړه هندوستان ټایمز د فرانسې خبري اژانس راپور خپور کړی دی.


په لیکنه کې ویل شوي چې د طالبانو مسولانو تازه ویلي چې څو سوه دکانونه او تشې ودانۍ په جومات بدلې شوي څو خلک وکولی شي، په جماعت لمونځونه وکړي.


راپور زیاتوي، واک ته د طالبانو له بیا رسېدو سره سم، په افغانستان کې پر ښځو محدودیتونه زیات شوي او د ټولنې په بېلابېلو برخو کې یې حضور کمرنګه شوی دی.


تر دې مخکې یو شمېر طالب مشرانو ویلي وو چې بدلون یې کړی او د پخوا په مقایسه یې خلکو سره چلند نرم شوی دی.


خو په دې وروستیو کې د طالبانو رهبر چې ویل کېږي کندهار کې دی، د شرعي حدودو د جاري کېدو امر ورکړی دی.


د طالبانو د حکومت ځايي چارواکو تازه په تخار، بامیان او لوګر ولایتونو کې طالبانو څو ښځې او نارینه، د غلا او کور څخه د تېښتې په شمول د ځینو جرمونو په تور په دورو وهلي دي.


تر دې مخکې د بشري حقونو د څار د نړیوال سازمان د اسیا د برخې مرستیالې پاټریشیا ګاسمن ازادي راډیو ته ویلي وو که طالبان "ظالمانه اقدامات " بېرته پیل کړي د نړیوالې غندنې وړ به وي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *