جنرال عاصم منير د پاکستاني پوځ نوی مشر نومول شوی
د پاکستان وزيراعظم جنرال عاصم منير د پاکستاني پوځ او جنرال ساحر شمشاد مرزا د پوځي مشرانو د ګډې کمېټۍ د مشر په توګه نومولي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزیب نن (د نومبر پر ۲۴مه) پر ټويټر ليکلي چې د دغو دواړو نومونه او د وزيراعظم شهباز شريف لخوا د مقررۍ پرېکړه یې ولسمشر ته د تاييد لپاره لېږدول شوې ده.
شهباز شريف د جنرال قمر جاويد باجوه پر ځای د جنرال عاصم منير د ټاکلو پرېکړه کړې ده. جنرال باجوه د نومبر پر ۲۹مه ريټایرډ کيږي. هغه د نومبر پر ۲۳مه په خپله اخري وينا کې ويلي وو چې نه غواړي نور د خپل کار موده وغځوي.
باجوه د پاکستان تحريک انصاف ګوند د مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان نيوکو ته په اشاره وويل چې کله پوځ په سیاست کې مداخله ونه کړه نو نیوکې پرې شروع شوې.
عمران خان د ۲۰۲۲ کال په اپريل کې د اپوزیشن ګوندونو د اتحاد په نتيجه کې په قامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد د تحريک له لارې له وزيراعظمۍ ليرې شوی وو.
عمران خان تر دې وروسته په کړو احتجاجي جلسو کې ويلي وو چې پوځ بايد بې طرفه نه وای پاتې شوی. هغه زیاته کړې وه چې "يوازې ځناور بې طرفه کیدلی شي". نوموړي تور پورې کړی وو چې پوځي ایسټبلیشمينټ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ د اوسني ايتلافي حکومت سره ملګرتيا کړې ده. خو پوځي وياندانو دا رد کړې وه او ويلي یې وو چې له سیاست سره کار نه لري.
د عمران خان د دې نيوکو له امله د پاکستاني پوځ د نوي مشر ټاکنه هم د ډېرو بحثونو لامل شوه. نوموړي البته تېره مياشت ويلي وو چې نوی پوځي مشر دې د وړتيا پر اساس وټاکل شي خو وروسته یې وويل چې دا د وزيراعظم (شهباز شريف) اختيار دی چې څوک د پوځ مشر ټاکي البته هغه احتساب غواړي.
بلخوا د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف په وروستيو کې ويلي ول چې هغه به د افسرانو کار، تجربې او سابقې ته په پام د نوي پوځي مشر ټاکلو پرېکړه کوي.