افغان چټک توپ اچوونکی فضل الحق فاروقي د اسټراليا په بېګ بش شل اوريز ليګ کې لوبیږي
بېګ بش په خپله فېسبوک پاڼه د سیډني ټنډر د ټیم او فضل الحق فاروقي تر منځ د تړون خبر خپور کړی.
فاروقي لومړنی چټک افغان بالر دی چې د اسټرالیا په تجارتي لیګ کې اخیستل شوی.
تر دې مخکې څو مشهوره ورو/ سپېنر افغان بالران راشد خان، مجیب الرحمن، محمد نبي، قیس احمد او نوراحمد په اسټرالیا کې لوبېدلي.