Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د کډوالو عالي کمېشنري: اوس هم زيات شمېر افغانان له خپل هېواده تښتي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنري وايي، لا هم زیات شمېر افغانان له خپل هېواده د تېښتې په حال کې دي.


افغان خبریاله خاطره نوري چې دا مهال په پاکستان کې ده، وایي ویره لري، چې د ویزې د مودې له ختمېدو وروسته به له دې هېواده وشړل شي.


دا چې په پاکستان کې یو بل اروپايي هېواد ته د تګ په هیله شپې سبا کوي، د پاکستان له حکومت غواړي، له هغه افغان کډوالو سره چې نورو هېوادونو ورسره له دغه ځایه د وتلو ژمنې کړي ګذاره وکړي.


نوموړې وايي: "په پاکستان کې زموږ لپاره ورځ تر بلې د ژوند شرایط سختیږي، ځکه د پاکستان هېواد اعلان کړی هغه کسان به له دې هېواده وباسي چې د ویزو موده یې پای ته رسیږي، دا به د ټولو هغو کډوالو لپاره د اندېښنې وړ وي چې غواړي له دې ځایه نورو هېوادونو ته د وتلو کیسونه وچلوي، په ځانګړي ډول د خبریالانو لپاره چې نه بېرته خپل هېواد ته تللی شي او نه دلته ورته اسانتیاوي موجودې دي."


دا وایي په وروستیو کې د پاکستاني پولیسو له لوري د هغو افغانانو زورول او نیول پیل شوي چې په یاد هېواد کې یې د استوګنې قانوني موده پای ته رسېدلې ده.




د پاکستان د کورنیو چارو وزارت څه موده مخکې اعلان وکړ، هغه بهرنیان چې د ۲۰۲۲ کال د دسمبر تر وروستۍ نېټې پورې یې په دغه هېواد د استوګنې ویزه پای ته رسیږي، که خپله ویزه تمدید نه‌کړي، قانوني چلند سره مخ او بندیان به شي.


دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ له پیل راهیسې یو شمېر افغانان له دې هېواده وتلي او زیات شمېر نور لا هم نورو هېوادونو ته د وتلو په هڅه کې دي.




تازه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د سیمي او نړۍ له هېوادونو غوښتي، ټولو هغو کسانو ته، چې له افغانستانه تښتي اجازه ورکړې تر څو خپل اصلي هدف ته ورسیږي او د پناه غوښتنې له قانوني حقه برخمن شي.


د کډوالو په چارو کې د ملګر ملتونو عالي کمېشنرۍ ویاند پتر کیسلر ازادي راډیو ته ویلي، دولتونه د خپلو سرحدونو د کنټرول او ناقانونه تګ راتګ د مخنیوي حق لري خو دا چاره دې خپلو ملي او نړیوالو قوانینو ته په کتو تر سره کړي.


نوموړي ويلي: "په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په اړه د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، هغه افغانان چې غواړي له افغانستانه ووځي تر ټولو ډېر نړیوال ملاتړ او ساتنې ته اړتیا لري، په دوی کې د نورو کسانو ترڅنګ، ښځې او نجونې، د پخواني حکومت کارکونکي او په افغانستان کې د نړیوالو ادارو کارکونکي، د بشري حقونو فعالان او مذهبي لږکي شامل دي."




دی وایي نړۍ باید افغانان یوازې پرې‌نږدي او بسپنه ورکونکي هېوادونه باید د بشري حقونو په برخه کې د شته اندېښنو د حل لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.




نوموړی وايي: "نړیواله ټولنه نه‌شي کولای افغانان هېر کړي، بسپنه ورکونکي هېوادونه باید د بشري حقونو په برخه کې د شته اندېښنو د حل لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. ملګرو ملتونو په روان ۲۰۲۲ میلادي کال کې په افغانستان کې د بشري بحران د کنترول لپاره له نړیوالو مرسته کوونکو هېوادونو نه د څلور اعشاریه څلور میلیاردو ډالرو غوښتنه کړي وه خو له دې غوښتنې څخه یوازې ۵۴ سلنه یې پوره شوې، چې دې چارې د مرسته رسوونکو ادارو چارې له ځنډ سره مخ کړي دي، موږ اندېښنه لرو چې په افغانستان کې د وضعیت له خرابېدو او د اوکراین د جګړې په درشل کې د سون او خوراکي توکو د بیو په لوړېدو سره به افغانان په راتلونکي ۲۰۲۳ میلادي کال کې لا سختې ورځې وګوري."


نوموړی وايي، اوس مهال د سیمې او نړۍ په هېوادونو کې نږدې پنځه میلیونه افغانان کډوال استوګن دي، دغه شان ۳ اعشاریه ۴ میلیونه نور افغانان په کور دننه د بې‌ځایه شویو په توګه ژوند کوي.




د کډوالو په چارو کې د ملګر ملتونو عالي کمېشنرۍ د شمېرو پر بنسټ د روان ۲۰۲۲ میلادي کال د جنوري له لومړي نېټې را په‌دې‌خوا ۳۴ زره ۶ سوه افغانان ایران او پاکستان ته کډوال شوي او هلته یې له UNHCR سره ځانونه ثبت کړي خو پتر کیسلر وايي، د هغو افغانانو شمېر کېدای شي له دې په ځلونو ډېر وي چې له پولو اوښتي او د نړیوالو ملاتړ ته اړتیا لري.


د پاکستان او ایران د حکومتونو د اټکل له‌مخې د تېر ۲۰۲۱ میلادي کال له پیله نږدې ۱ میلیون او ۲۵۰ زره افغانانو په شاوخوا کې دغو هېوادونو ته ورغلي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *