امیري: طالبان د افغانانو منزوي کېدو او پرې د فضا تنګېدو ته دوام ورکوي
د افغانستان د ښځو او نجونو د بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، عجیبه خبره دا ده چې طالبان له یوې خوا غوښتنه کوي چې نړۍ باید افغانستان منزوي نه کړي، خو په خپله معلوماتو او ازادو مطبوعاتو ته له لاسرسي څخه د منع کېدو په ګډون د افغانانو منزوي کېدو او پرې د فضا تنګېدو ته دوام ورکوي.
امیري پر خپله ټویټرپاڼه له دغو څرګندونو سره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند نېډپرایس هغه ټویټ هم ضمیمه کړی چې د طالبانو له خوا د ازادي راډیو او د امریکا غږ آشنا راډیو پر نشراتو بندیز یې غندلی دی.
نېډپرایس ویلي چې متحده ایالات په پراخه کچه خپلواکو رسنیو ته د لاسرسي د حق ملاتړ کوي.
هغه ویلي، د طالبانو له خوا په افغانستان کې د امریکا غږ راډیو او ازادي راډیو د نشراتو بندول، د هغوی د ظالمانه اقداماتو په اوږده فهرست یو بل هم زیاتوي.
نېډپرایس زیاته کړې چې د افغانستان خلک د دې مستحق دي چې خپلواکو خبرونو ته لاسرسی ولري.
طالبانو د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د ازادي راډیو او د امریکا غږ راډیو، د ایف ایم او اې ایم څپې بندې کړي چې دواړو راډیوګانو به ۲۴ ساعته پرې خپرونې کولې، خو د ازادي راډیو او د امریکا غږ راډیو خپرونې پر نورو ټولنیزو شبکو سربېره پر لنډو څپو دوام لري.