د سايبريا په مرکزي برخه کې په يوه ودانۍ کې د چاودنې له امله ۶ کسان وژل شوي
روسي چارواکي وايي، پېښه تېره شپه په نیژني - وارتوفسک ښار کې شوې چې ۹ تنه نور کسان یې ټپیان کړي دي.
د لومړنیو معلوماتو لهمخې د چاودنې علت په دویم پوړ کې د ګازو د ډبې لیک کېدل وو او د چاودنې له کبله د ودانۍ یوه برخه ونړېده.