طالب چارواکي: نيمروز کې ايران سره پر پوله اور لګېدنې مالي تاوان اړولی
په نیمروز کې طالب چارواکو وویل چې، نن (دوشنبه) د ماککي په سیمه کې د لګېدلي اورپه نتیجه کې د څو تراکتورونو په شمول یو شمېر وسایل له منځه تللي دي.
مخکې تر دې چې اور څو ساعته وروسته مړ شي، د پولې د دواړو خواوو اوسېدونکو ته یې د میلیونونو افغانیو په ارزښت تاوان واړاوه.
په دې پېښه کې د چا د ژوبلېدو څه نهدي ویل شوي.
همدا راز د اورلګېدو د علت په اړه هم څه نهدي ویل شوي.