Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

فقر او بې وزلي؛ محمود: د اړتیا له مخې د کور توکي په ټیټه بیه پلورم

یو شمېر افغان کورنۍ د بې وزلۍ له امله د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د خپل کور توکي پلوري.


محمود پروان ولایت کې د یوې شپږ کسیزې کورنۍ مشر دی، وايي، له یوه کال راهیسې وزګار دی او د خپلې کورنۍ د خوراکي توکو او نورو اړتیاوو د پوره کولو لپاره پیسې نه لري.


نوموړي له ازادي راډيو سره خبرو کې وويل، د اړتيا له مخې يې خپل د کور د توکو په پلورلو پيل کړى دى.


هغه زیاته کړه: "زموږ اقتصاد ډېر کمزوری دی. ما د کور ټولې غالۍ او لوښي خرڅ کړل او په دې پيسو مو د ژمي لپاره يو څه خوراکي توکي او يو څه د سونګ توکي واخیستل."


محمود وايي، دی اړ شو خپل د کور توکي په ټیټه بیه وپلوري.


ځينې کورنۍ هم وايي، د پلورلو لپاره يې څه نه دي پاتې.


یوه مېرمن چې نه یې غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي په کابل کې د يوې پنځه کسيزې کورنۍ مشري کوي.


هغه وايي، په کور کې له څو محدودو توکو پرته د پلور لپاره نور څه نه دي ور پاتې.


نوموړې زیاتوي: "کله ناکله د شتمنو خلکو کورونو ته د جامو د وینځلو لپاره ځم. موږ نور هېڅ نه لرو. یو څو قلمه زاړه د کور توکي پاتې دي، یو زوړ تلوېزیون، زوړ یخچال چې څوک یې په زرو افغانیو هم نه اخلي."


په ورته وخت کې په کابل کې د زړو توکو د پېر او پلور یو شمېر هټیوال هم تاییدوي چې ځینې خلک د اقتصادي ستونزو او بې وزلۍ له امله خپل د کورنو توکي پر دوی پلوري او ځینې هم له دې امله چې له هېواده وځي.


له دې دلې عبدالمجید په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "ډېر خلک خپل د کور توکي د اخيستلو لپاره راوړي. ډېری يې وايي، د خوړلو لپاره يې څه نه شته او د اړتيا له مخې خپل د کور وسایل پلورلي، خو بيا يې د اخيستلو څوک نه شته. د خرڅلاو بازارونه هم ساړه دي، څوک يې واخلي."


دى وايي، دغه کورنۍ تر ډېره هغه شيان پلوري، چې د پېرلو وړ نه وي او يا هم د کارونې وړ نه وي، خو د اړتيا له مخې يې د خپلو ستونزو د هوارۍ لپاره په لږو پيسو خرڅوي.


په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ سره هممهاله، د بې کارۍ او امنیتي ستونزو له امله ګڼ شمېر خلک د خپلو شتمنیو خرڅلاو او له هېواده وتلو ته اړ شول او دا کار د دې لامل شو چې یو شمېر خلک خپل د کورونو د توکو پلورولو ته مخه کړي.


د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو ورسته د کورنیو اقتصادي ستونزې ډېرې شوې، ځینې کورنۍ د ژمي لپاره د خوراکي او سونګ توکو د پېرلو توان هم نه لري.


که څه هم د طالبانو د حکومت چارواکو په وار وار ویلي، د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره کار کوي، خو لیدل کېږي چې له شاوخوا یو نیم کال وروسته هم د خلکو وضعیت عادي حالت ته نه دی راغلی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *