Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د 'جي اووه' هېوادونو له لوري د روسيې د تېلو لپاره ټاکل شوې بيه نن عملي شوه

د اوو سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو له لوري د روسیې د تېلو لپاره ټاکل شوې بیه نن (دوشنبه) په داسې حال کې عملي شوه چې لوېدیځ هڅه کوي د اوکراین په جګړه کې د روسیې اقتصادي وړتیاوې کمې کړي.


خو روسیې ویلي چې حتی که د تېلو د تولید کمولو ته هم اړه شي، دا پرېکړه یعنې د جي اووه له لوري ټاکل شوې بیه به ونه مني.




د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د انرژۍ د چارو سلاکار د یکشنبې په ورځ وویل، هېواد به یې خپل تېل پر هغه بیه ونه پلوري چې لوېدیځوالو ورته ټاکلې ده حتی که په دې خاطر روسیه مجبوره شي چې د تېلو تولید کم کړي.


روسیه د تېلو د تولید له پلوه په نړۍ کې دوهم ستر هېواد ګڼل کېږي.


جي اووه یا د اوو سترو صنعتي هېوادونو ډلې د جمعې په ورځ په استرالیا کې د روسیې د هر بیرل اومو تېلو لپاره ۶۰ ډالره بیه وټاکله.


خو ویلي یې و چې د دې لپاره چې د روسیې اقتصاد ته لا کلک ګوزار ورکړل شي دا بیه باید ۳۰ ډالرو ته راکښته کړل شي.




اروپايي اتحادیې هم د روسیې تېلو ته د بیې له ټاکلو سره موافقه کړې ده.


اوکراین د روسیې تېلو ته د بیې د ټاکلو هرکلی کړی خو په عین حال کې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي ویلي چې د روسیې د هر بیرل تېلو لپاره د ۶۰ ډالرو بیې ټاکل به له جګړې څخه د روسیې په راګرځولو لږ اغېز ولري.




روسیې ویلي چې د خپلو تېلو لپاره به نور پېرودونکي ومومي خو له دې سره سره یې دا پرېکړه خطرناکه او د روسیې د صادراتي تېلو د بیې د کمولو لپاره د لوېدیځو حکومتونو هڅه ګڼلې ده.


د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، روسیې په داسې حال کې خپلو اومو تېلو ته د لوېدیځ له لوري د ۶۰ ډالره بیې له ټاکلو سره مخالفت کړی چې د ځینو راپورونو له‌مخې، روسیه همدا اوس خپل اورال تېل هر بیرل په ۶۷ ډالرو پلوري او د بندیزونو په خاطر د هند او چین په شمول خپلو مشتریانو ته تېل په ۲۵ سلنه تخفیف پلوري.




د لوېدیځ تر بندیزونو مخکې د روسیې شاوخوا ۶۰ سلنه تېل د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان غړیو هېوادونو ته صادرېدل چې دوی ټولو د روسیې د تېلو لپاره ۶۰ ډالره بیې سره موافقه کړې ده.


په همدې حال کې اوکراین او د بالتیک د سیمې هېوادونو په وروستیو دوو ورځو کې پر فرانسې وروسته له دې انتقادونه وکړل چې ولسمشر ایمانویل مکرون وړاندیز وکړ چې که روسیه د خبرو له لارې د جګړې پر پای ته رسولو سلا کېږي، لوېدیځ باید روسیې ته د امنیتي تضمینونو په ورکولو غور وکړي.


خو یوه جګپوړي امریکايي چارواکي وویل چې پوتین له اوکراین سره د سولې د خبرو په برخه کې رښتونی نه‌دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *