Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

پر افغان مېرمنو محدوديتونه؛ نوميالۍ سندرغاړې نغمې ورته نوې سندره ويلې

نوميالۍ افغان سندرغاړې ښاپېرۍ نغمې پر افغان ښځو د لګېدلو محدوديتونو په تاثر کې نوې سندره ويلې ده.


د طالبانو په بیا ځلي واکمنۍ سره تر ټولو زیات محدودیت د ښځو اونجونو په ژوند کې راغی، له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو پرمخ د ښونځیو دروازې لا هم بندې دي، مېرمنې په ډېری دولتي ادارو کې له دندو څخه منع شوې، د لرې واټن د سفر پر وخت د شرعي محرم شتون ورته حتمي شوی، حجاب اجباري او ورزشي کلبونو، حمامونو او تفریحي پارکونو ته یې هم په تګ بندېز پرې لګېدلی.


دې محدودیتونو په کور دننه او بهر افغانان دې ته اړ کړل، چې له مېرمنو او نجونو سره همغږي شي او تر خپله توانه هڅه وکړي چې د ښځو پر وړاندې بندیزونه چې د دوی ژوند ته یې تیارې راوړي، پرمختګونه یې وژلي او شاتګ ته یې مجبوره کړي، لرې کړي.




په دې لړ کې افغان سندغاړي هم چوپه خوله نه‌دي پاتې شوي، د خپل هنر په مرسته یې د ښځو او نجونو غږونه د طالبانو حکومت او نړۍ ته رسولی دی.


پېژندل شوې سندرغاړې ښاپیرۍ نغمې تازه د طالبانو د حکومت له‌خوا پر ښځو د لګېدلو محدودیتونو ته په تاثر کې یوه سندره جوړه کړې ده.




نغمې د خپلې نوې سندرې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د دې سندرې له ویلو نه مې هدف دا و چې باید هغه ښوونځي چې زموږ د نجونو پر مخ تړل شوي دي، هغه ښوونځي باید خلاص شي، ځکه چې زده‌کړه په نارینه او ښځینه‌و باندې فرض ده او دا حق موږ ته الله راکړی دی. دوی باید دا حق له نجونو څخه وانه‌خلي، په دې خاطر مې وغوښتل چې له دوی سره همغږې او هم دردې شم."


نغمې دا سندره بې سازه ویلې، خو ولې؟


نوموړې وايي: "د دې سندرې شعر او کمپوز ما بې موزیکه ویلی دی، ځکه مې بې موزیکه ویلی دی چې چارواکي یې واوري، هغوی وایي موزیک حرام دی، موسیقي حرامه ده، نو خدای دې وکړي چې زما دغه سندره بې موسیقي واوري او د دوی زړونه ودردوي. دا احساس ورسره پیدا شي چې ښوونځي د نجونو پرمخ خلاص کړي، ځکه چې ښځه د ټولنې جوړونکې ده، لکه د مرغه یو وزر چې نارینه وي بل یې ښځه ده، که یو وز د مرغه مات وي نو هغه مرغه نه‌شي پورته کېدلی."




نغمه وايي د دې سندرې شعر د ډاکتر احسان الله درمل دی او کمپوز ورته جاوید امرخېل جوړ کړی دی.


پر افغانستان د طالبانو په بیاځلي واکمنېدو سره چې نږدې شپاړلس میاشتې یې کېږي، دوی پر ښځو باندې د بېلابېلو محدودیتونو لګولو لامل یوازې او یوازې د مناسب چاپیریال نشتون یاد کړی دی.


طالب ویاندویانو په وار وار ویلي، چې دوی د اسلامي شرعیت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دي.


د یادونې ده، چې پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو حکومت له‌خوا د لګېدلو محدودیتونو په غبرګون په کور دننه او بهر د عدالت غوښتنې اعتراضونه او لاریونونه هم شوي خو د دوی په پرېکړو کې کوم بدلون نه‌دی راغلی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *