Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د انګلستان کرکټ لوبډله ۱۷ کاله وروسته پاکستان ته تللې

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې د ټېسټ سیالیو لپاره ۱۷ کاله وروسته پاکستان ته سفر کړی.


د دواړو لوبډلو ترمنځ د درې ټېسټ لوبو لوبلړۍ د ډسمبر میاشتې په لومړۍ نېټه د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې پيل شوه.



ریکارډ


د لومړۍ لوبې پچه یا ټاس انګلستان وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه او د پاڼۍ په لومړۍ ورځ یې ۵۰۶ منډې وکړې چې دا د ټېسټ کرکټ په تاریخ کې په یوه ورځ کې تر ټولو ډېرې منډې دي.


په دې ورځ د انګلستان بريدګرو پيلیزو توپ وهونکو زاک کرولي او بین ډکېټ دواړو سلیزې ترلاسه کړې چې په تعقیب یې اولي پاپ او هري بروک هم سلیزې جوړې کړې.


دوی هر یو په ترتیب سره ۱۲۲، ۱۰۷، ۱۰۸ او ۱۵۳ منډې وکړې.


د لوبې په دویمه ورځ د انګلستان ټوله لوبډله په ۶۵۷ منډو وسوځېده.


پاکستان پخپله پاڼۍ کې هم ښه کرکټ نندارې ته وړاندې کړ چې دواړو پیلیزو توپ وهونکو عبدالله شیق او امام الحق په ترتیب سره ۱۱۴ او ۱۲۱ منډې وکړې.




پاکستاني لوبډلمشر بابر اعظم بیا ۱۳۶ منډې جوړې کړې.


د پاکستان لوبډلې په اوله پاڼۍ کې ۵۷۹ منډې وکړې چې انګلستان ته د توپ وهنې د دویمې پاڼۍ نوبت ورسېد.



حیرانونکې پرېکړه


په دې پاڼۍ کې بیا انګرېزانو ۲۶۴ منډې وکړې، ۷ لوبغاړي یې وسوځېدل او په حیرانونکې توګه یې خپله توپ وهنه ودروله او پاکستان ته یې د لوبې په څلورمه ورځ د ۳۴۳ منډو د پوره کولو په پار د توپ وهنې بلنه ورکړه.


اکثره په دا ډول ویشتنځایونویا پيچونو چې پوره توپ وهنې ته جوړوي لوبډلې دا ډول پرېکړې نه کوي، خو د کرکټ مبصرینو ویلي چې دا د انګلستان د لوبډلمشر بین سټوکس او روزونکي برینډن مکلم زړوره پرېکړه وه او پخپلو توپ اچونکو یې د هدف د دفاع اطمینان و.


پاکستان خپله دویمه پاڼۍ پیل کړه، خو دا ځل یې یوازینی توپ وهونکی چې نیمه سلیزه ترلاسه کړه هغه سعود شکیل و او بل هېڅ توپ وهونکی ونه توانېد چې ښې منډې جوړې کړي او هدف ته ځان ورسوي.


د لوبې په وروستیو شېبو کې چې د لوبې مساوي پای ته رسېدو او ورځې تمامېدو ته نېږدې ۲۰ اورونه پاتې وو د پاکستان وروستیو لوبغاړو نسیم شاه او محمد علي ۴۶ او ۲۶ توپونه ودرول، خو نور یې د لوبې غځولو توان نه درلود او د ۷۴ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.


دا په پاکستان کې ۱۷ کاله وروسته د انګلستان د ټېسټ کرکټ لومړنی بری دی.


د دې لوبې په جریان کې یوازینی توپ اچونکی چې تر ۵ یې زیاتې ويکټې واخیستې هغه د انګلستان جک لیچ و.


د ټېسټ کرکټ په یوه پاڼۍ کې تر ۵ او یا تر دې زیاتې ویکټې اخیستل لویه لاسته راړونه وي.



جېمزانډرسن


دې څلوېښت کلن انګریز کرکټر ۱۹ کاله ټېسټ کرکټ وکړ، خو په پاکستان کې یې د ټېسټ کرکټ لومړنۍ لوبه وه او په دوه پاڼيو کې یې ۵ ويکټې ترلاسه کړې.


انډرسن د ټېسټ کرکټ په نړۍ کې تر ټولو چټکو توپ اچونکو زیاتې ۶۶۷ ويکټې لري.


د یادونې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به دویمه ټېسټ لوبه د ډسمبر میاشتې په نهمه نېټه په ملتان ښار کې پيل شي.


دغه راز د انګلستان کرکټ ادارې نن خبر ورکړ چې الراونډر لایم لېوینګسټن د زنګانه د ټپ له امله بېرته انګلستان ته بلل شوی او ځایناستی به یې ژر پاکستان ته ولېږل شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *