سېف د چلډرن: په خوارځواکۍ د اخته افغان ماشومانو شمېر ۵۰ سلنه ډېر شوی
د ماشومانو د ملاتړ موسسه وايي، چې د تېر کال پرتله په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۵۰ سلنه زیات شوی دی.
د سېف د چلډرن ویاند عاشق اله مندوزي پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د ماشومان وضعیت به په راروان ژمي کې د اندېښنې وړ وي.
هغه وویل: "د تازه څېړنې له مخې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۵۰ سلنه ډېر شوی دی. په وروستیو کې د خوارځواکۍ د درملنې د خدماتو غوښتنه په داسې حال کې ډېره شوې، چې کورنۍ به په افغانستان کې د لوږې له سخت بحران سره مقابله کوي."
د ماشومانو د ملاتړ موسسې د شمېرو له مخې دا مهال په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر څلورو میلیونو ته رسېږي.