اعلامیه: د افغانانو ترمنځ دې خبرې پیل او د نجونو ښوونځي دې پرانېستل شي
په اندونیزیا کې د افغانستان د نجونو او ښځو د زدهکړو په اړه جوړ شوي کنفرانس کې هر څه ژر د ښوونځیو په پرانېستو او د افغانانو ترمنځ د خبرو په پیل ټینګار شوی.
یو ځل بیا په یوه نړیواله غونډه کې د طالبانو لهخوا پر افغان نجونو او ښځو د لګول شویو بندیزونو او محدویتونو د لېرې کولو غوښتنه!
د افغان ښځو د تعلیم په اړه نړیوال کنفرانس کې چې پرون د اندونیزیا او قطر په ګډه مشرۍ په بالي کې جوړ شوی و، په دې ټینګار شوی چې په افغانستان کې یوې تلپاتې سولې، ثبات او سوکالۍ لپاره باید د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي.
خو د دې کنفرانس په ګډه اعلامیه کې چې پرون ناوخته د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت خپره کړه، د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې د نجونو او ښځو ونډه کلیدي بلل شوې او زیاتوي، په ټولنه کې د دوی د بشپړ، مساوي او معنا لرونکي ګډون سره به افغانستان وکولای شي خپل بشپړ ظرفیت ته ورسېږي.
په دې کنفرانس چې د امریکا، نیوزیلنډ، ناروې، متحده عربي اماراتو او پاکستان په ګډون د شاوخوا ۲۰ هېوادونو او يو شمېر نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی و، دا منلې چې اوسمهال په افغانستان کې ښځې او نجونې زدهکړو، روغتیايي اسانتیاوو، سفر او کاري فرصتونو په برخه کې له ننګونو سره مخ دي.
د دې کنفرانس ګډونوالو ویلي، د طالبانو لهخوا په افغان نجونو او ښځو وروستیو لګول شویو محدویتونو او بندیزونو افغان نجونې او ښځې اغېزمنې کړي.
د افغان ښځو د تعلیم په اړه نړیوال کنفرانس کې ګډون کوونکو هېوادونو خپله اعلامیه کې له طالبانو غوښتي چې د افغان ښځو او نجونو د ژوند د ښهوالي او د زدهکړې د حق په ګډون د هغوی د بنسټیزو حقونو د خوندیتوب په برخه اړین ګامونه پورته کړي.
تر خوا یې د افغان ښځو او نجونو لپاره د کاري فرصتونو د پراخولو او لاسرسي لپاره باید جدي هڅې او کوټلي ګامونه واخیستل شي.
د دې کنفرانس د غوښتنو په اړه د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ازادي راډیو ته وویل:
"د هغوی غوښتنې د افغانستان له اوسني حالت سره د تطبیق وړ نهوي. مثلاً دوی د ډیالوګ خبره کوي، موږ دلته ډیالوګ لرو، خو په هغه بڼه نه چې دوی یې وړاندیز کوي، بلکې په هغې بڼه چې موږ او افغانان یې حس کوو. د ځینو نورو مسایلو د حل په چارو هم بوخت یوو."
واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته، دوی له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل، د روغتیا او پوهنې وزارت پرته یې په ټولو دولتي ادارو کې یې ښځې له کار منع کړې، په نجونو او ښځو یې مخ پټول اجباري کړل، له محرم پرته یې د ښځو په سفر بندیز ولګاوه، له سیاسي او ټولنیز مشارکت یې محرومه کړې، تفریحي پارکونو، ښاري ښځینه حمامونو او سرپټو لوبغالو ته یې هم د ښځو د ورتلو مخه ونیوله.
هغه کړنې چې په کور دننه او نړیواله کچه یې پراخ غبرګون را پورته کړ، خو طالبان لا هم له خپلو دې پرېکړو په شا شوي نهدي.
د افغان ښځو د تعلیم په نړیوال کنفرانس کې د افغان نجونو او ښځو په وضعیت داسې مهال بحث کېږي چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ هم په افغانستان کې د ښځو او نجونو په اوسني حال ژوره اندېښنه ښودلې.
د دې ادارې د اسټرالیا څانګې نن سهار په خپله رسمي ټوېټرپاڼه لیکلي، په افغانستان کې د ښځو په سفر د محدودیتونو په ګډون، کار او زدهکړو ته د دوی لاسرسی له لوړ ګواښ سره مخ دي، هغه څه چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له قوله، د افغان نجونو او ښځو په خوندیتوب او هوساینې اغېزه کوي.