ولکر ټرک: مسلمانانو سره د چین چلند د بشریت ضد جرمونه بلل کېدای شي
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ټرک وایي، کلک عزم لري چې له پیکینګ سره د هغو راپور د موندنو په اړه کار وکړي چې مخکېني کمېشنر خپور کړی او ویلي یې دي چې په شینجین سیمه کې له اویغوریانو او نورو مسلمانانو سره د چین چلند د بشریت ضد جرمونه بلل کېدای شي.
د چین د بشري حقونو له سابقې سره چلند د ټرک لپاره چې د اکټوبر له میاشتې راهیسې یې دغه دنده پیل کړې، یوه ستونزمنه مسئله ده.
د رویټرز د راپور له مخې پیکینګ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پخوانۍ مشرې مېشل بچلي تر فشار لاندې راوستې وه چې دغه راپور خپور نه کړي، خو نوموړې دغه راپور څو دقیقې مخکې له دې چې دنده یې پای ته ورسېږي، خپور کړ.