Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ټوماس وېسټ: افغان نجونې او ښځې د ژوند له بې‌دفاع محدودیتونو سره مخ دي

د افغانستان لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو ځانګړی استازي ټوماس وېسټ وايي، افغان نجونې او ښځې په زده‌کړو، کار، سفر او سیاست کې له بې‌دفاع محدودیتونو سره مخ دي.



وېسټ دا خبره د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ټویټرپاڼه لیکلي.


هغه ویلي: "په افغانستان کې د رسنیو او د دې هېواد د وګړو لپاره د بیان د ازادۍ فضا تنګه شوې ده."




د افغانستان لپاره د امریکا دې لوړ پوړي استازي ویلي، له طالبانو سره په هر ډول ښکېلتیا، پروګرام جوړولو او ډیپلوماسۍ کې باید د افغانانو بشري حقونو مرکزي ځای ولري.


پرون د ډسمبر لسمه د بشري حقونو نړیواله ورځ وه.


یوناما د دې ورځې په مناسبت خپره کړې اعلامیه کې لیکلي و، په افغانستان کې د بشري حقونو اوسنی ناوړه وضعیت، اقتصادي او بشري ناورین ته لار پرانېزي.


یوناما زیاته کړې وه، اوسمهال د افغانانو بنسټیز بشري حقونه او ازادي خرابه شوې او اوسني واکمن چارواکي باید د دې ځواب او حساب ورکړي.




خو طالبانو د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت نه کومه اعلامیه ورکړه او نه یې هم ویاندویانو د هغو اندېښنو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب کړې چې د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو په افغانستان کې د افغانانو د اوسني ناوړه بشري وضعیت په اړه ښودلې وې.


هاخوا په افغانستان کې د امریکا سفارت چې اوس د قطر له دوحې فعالیت کوي نن سهار په خپله ټویټرپاڼه په افغانستان کې د هر ډول تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.


د افغانستان لپاره د امریکا سفارت دغه شان د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د بشري حقونو او د هغو کسانو د ملاتړ ډاډ ورکړی چې د سفارت له قوله، د یوه سوله‌ییز افغانستان لپاره کوي.


په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د جاپان سفیر توکاشي اوکاډا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره کتنه کې د افغانستان د عمومي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې.


د افغانستان لپاره د جاپان سفارت نن په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، اوکاډا د بشري حقونو له نړیوالې ورځې سره سم، په افغانستان کې د ښځو، رسنیو او د حدودو او قصاص د پلي کېدو په اړه خپله اندېښنه ښاغلي متقي سره شریکه کړې ده.


د افغانستان لپاره د جاپان سفیر د افغانستان د راتلونکي لپاره د نجونو د زده‌کړو او د رسنیو د ازادۍ پر اهمیت ټینګار کړی دی.


خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي بیا د دې لیدنې په اړه خپلو ټویټونو کې دا مسایل هېڅ نه‌دي یاد کړي او یوازې د ښو اړیکو جوړولو او له افغانستان سره د جاپان د مرستې په اړه کرښې تورې کړي.


طالبان د بیان ازادۍ پر محدودیت او تر خوا یې د اطلاعاتو په سانسور هم تورن دي، هغه ټکي چې د بشري حقونو په نړیواله اعلامیه کې د انسان بنسټیز حقونه ګڼل شوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *