Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

چين له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې چينايي وګړي خوندي وساتي

د چین بهرنیوچارو وزارت په کابل کې پر يو مېلمستون حمله کې د خپلو پينځوو وګړيو د ټپي کېدو خبر ورکړی.

د چین بهرنیوچارو وزارت ویاند وانګ وین بین د دیسمبر پر ۱۳مه په یوه خبري غونډه کې د دغو شمېرو د ورکولو په وخت په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت غږ وکړ چې د برید هر اړخيزه څېړنې وکړي.


هغه همداراز وويل چې په افغانستان کې بايد د چينايي وګړو ژوند خوندي شي. "په افغانستان کې د چین سفارت د طالبانو له سرپرست حکومت څخه یولړ واضحې غوښتنې کړي چې د ټپیانو د درملنې په برخه کې هېڅ راز هڅې ونه سپموي. د برید په اړه هراړخیز تحقیقات دې وشي. عاملان یې عدالت ته راکاږي او هلته د دېره چینايي وګړو د خوندیتوب لپاره لازم ګامونه واخلي."


په کابل کې دا برید د ديسمبر پر دولسمه پر يو هوټل وشو. په کابل کې ايمرجنسي روغتون د بريد له کېدو څو ساعتونه وروسته پر ټويټر ليکلي چې د حملې له ځايه دوی ته ۲۱ زخميان وروړل شوي وو چې دريو پکې پر لاره ساه ورکړې وه. دا روغتون تر حملې لاندې راغلي هوټل څخه نيږدې يو کيليوميټر ليرې دی.




په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو د حملې په اړه يوازې دومره معلومات ورکړي وو چې بهرنيو مېلمانه نه دې وژل شوي. د طالبانو وياند، ذبیح الله مجاهد د ديسمبر پر دولسمه پر ټويټر ليکلي وو چې برېد دريوو وسله والو کړی چې ټول وژل شوي دي. هغه ادعا کړې وه چې په بريد کې يوازې "دوه بهرني وګړي زخميان شوي او هغه هم له دې امله چې له دې څو پوړيزې ودانۍ له يو لوړپوړ یې ځانونه غورځولي وو".


 امريکايي چارواکو هم پر طالبانو غږ کړی چې د افغانانو په وړاندې د تاوتريخوالي مخه ونیسي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس د دیسمبر پر ۱۲مه، په واشنګټن کې خبریالانو ته وويل چې افغانان له اوږدې مودې راهیسې له له تاوتريخوالي سره مخامخ دي. د هغه په وينا طالبان مسوليت لري چې د تشدد مخه ونیسي.


پرایس زیاته کړه: "موږ هر څه له نیږدې څارو. موږ د افغانانو ترڅنګ چې له دې ډول تاوتریخوالي ځورېږي، ولاړ يو."


اې ايف پي خبري اژانس ليکلي‌چې داعش وسله والې ډلې د دې حملې ذمه واري منلې ده. ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته ويلي چې امنيت د دوی مسوليت دی او کوښښ کوي چې ټينګ یې وساتي.


د دیسمبر پر يوولسمه په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو مرستیال وزير شير محمد عباس ستانکزي سره کتلي وو. دې وزارت په يو بیان کې ويلي وو چې "د چین سفیر په افغانستان کې له سرتاسري امنیت څخه خوښي څرګنده کړه" خو له طالبانو یې غوښتي وو چې "په کابل کې د چين سفارت ته پاملرنه لا زیاته کړي".

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *