Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په افغانستان کې د خپلواکو رسنیو د بندېدو دوام اندېښنې رامنځته کړي

د رسنیو د ځينو ملاتړو بنسټونو مسوولان او خبریالان په افغانستان کې د خپلواکو رسنیو د بندېدو دوام ته اندېښمن دي.


وروسته له هغې چې 'جمهور خبري اژانس' وتړل شو د رسنیو د یو شمېر ملاتړو بنسټونو چارواکو او خبریالانو په افغانستان کې د خپلواکو رسنیو تړل کېدو ته اندېښنه وښوده.


یو افغان خبریال چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې خلکو ته د افغانستان له حالاتو اطلاع رسونه او د خپلواکو رسنیو موجودیت په اوسنیو شرایطو کې مهم اصل دی.


هغه وايي: "رښتیا هم د افغانستان په رسنیزه ټولنه کې چې په تېر یو نیم کال کې سخت محدویتونه و او بې شمېره ستونزې ورته جوړې شوي. د دغه ډول رسنیو تړل کېدل یوه لویه ضایع ګڼل کېږي."


دغه خبریال د رسنیو له بهرنیو او کورنيو ملاتړو بنسټونو غواړي چې په افغانستان کې د رسنیو وضیعت ته جدي پاملرنه وکړي.


په افغانستان کې بیا د ازادو رسنیو ملاتړ بنسټ نی مسوول ظریف کریمي د جمهور خبري اژانس تړل کېدو ته په اشارې سره ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو په بیا ځلي واکمنېدو سره ډېری تصویري، غږیزې او چاپي رسنۍ تړل شوې دي.


کریمي زیاتوي: "دا یوازې په څو میاشتې کې دغه رسنۍ نه ده چې تړل کېږي بلکې تلوېزیونونو، راډیوګانې او چاپي رسنیو هم خپل فعالیتونه درولي. موږ له سرپرست حکومت نه غواړو چې د رسنیو ملاتړ وکړي."


دا په داسې حال کې ده چې جمهور خبري اژانس د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې مسوول یې د طالبانو لخوا په ټلیفون او د احضارولو له لارې څو ځلي د طالبانو له خوا ګواښل شوی دی.


دغه اژانس ادعا کړې چې: "په لومړني جدي اخطار کې چې د طالبانو حکومت د رسنیو د څار ریاست له خوا د روان لمریز کال د ثور په میاشت کې و جمهور خبري اژانس یې د اسلامي امارات ضد فعالیتونو او دغه شان د طالبانو د حکومت د نسکورېدو په هڅو تورن کړ."


د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو له دې وړاندې د طالبانو حکومت ویاندویانو ویلي وو چې دوي د اسلامي شرعیت او قوانینو په رڼا کې د بیان ازادۍ ټينګښت ته ژمن دي.




له کله نه چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵ په ټول افغانستان واکمن شول د رسنیو یو شمېر ملاتړو بنسټونو او خبریالانو د رسنیو او رسنیزو کارونکو پر وړاندې محدودیتونو ته جدي اندېښنې وښودلې.


له دې وړاندې طالبانو د ازادي راډيو او امریکا غږ خپرونې هم د 'اف ام' او په منځنۍ څپو بند کړې.


طالبانو بیا هم مهاله د هشت صبح ورځپاڼې د ډومېن انټرنېټي څپې او د زاویې میډیا فعالیتونه هم بند کړل.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *