Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

فوټبال؛ میسي د کومو ریکارډونو ترلاسه کولو په لټه کې دی؟

د فوټبال په نړۍ کې لېونل میسي د الماس په څېر ارزښتمن ګڼل کېږي او نوموړی په ټوله نړۍ کې د زیاتو مینوالو لرلو له امله شهرت لري.


فوټبال څارونکي یې نه تکرارېدونکی ستوری بولي، د دوی په اند چې میسي د فوټبال لوبه په نړۍ کې دومره محبوبه کړه چې نورې ورزشي لوبې به دا سفر په ډېرو کلونو کې طی نه کړي.


که څه هم د فوټبال لوبې تر ډېره پورې په سوداګریزه کچه ترسره کېږي، خو دلته په نړیوالو جامونو کې د میسي د لاسته راوړنو او ریکارډونو په تړاو درته مالومات وړاندې کېږي.




میسي یو له هغو شپږو کسانو څخه دی چې د انتونیو کارباجل، لوتر ماتیس، رافا مارکیز، اندریس ګارداډو او کریسټیانو رونالډو ترڅنګ په پنځو نړیوال جامونو کې ولوبېده.


میسي په نړیوالو جامونو کې ۲۴ لوبې کړي دي چې دا د پخواني غربي جرمن لوبغاړي لوتر میتاوس له ریکارډ څخه یو کم دی.


که چېرې میسي په نیمه پایلوبه او پایلوبه کې ولوبيږي، نو هغه به په نړیوالو جامونو کې د ډېرو لوبو ریکارډ ثبت کړي.




میسي او بل ارجنټایني لوبغاړي رافا مارکیز په نړیوال جام کې د کپتان په توګه په ګډه ۱۸ غوره لوبې کړي دي چې تر دوی وروسته ډیاګو مارادونا دا ویاړ لري.


پخوانی ایټالوی فوټبالر پاولو مالدیني په نړیوال جام کې د ډېرو دقیقو لوبولو ریکارډ لري.


هغه ۲۲۱۷ دقیقې لوبه کړې ده او مسي چې تر دې دمه یې ۲۱۰۴ دقیقې لوبه کړې ده کولای شي هغه وخت دا ریکارډ په خپل نوم کړي چې له کروویشیا سره په نیمه پایلوبه کې لوبه اضافي وخت ته لاړه شي.


مسي په تېرو پنځو نړیوالو جامونو کې یوازینی لوبغاړی دی چې د ارجنټاین زیات ګولونه د ده د پاس ورکولو له امله وهل شوي دي.


په ناک اوټ / حذفي پړاو کې برید ګرو لوبغاړو ته د ډېرو پاسونو د ورکولو ریکارډ چې له پیلي سره دی، شپږ پاسونه یې کړي دي او مسي بیا پنځه کړي دي.




ګابریل بټیستوتا او میسي په نړیوال جام کې د ارجنټاین ګډ مخکښ نښه ویشتونکي دي چې هر یو یې ۱۰ ګولونه وهلي دي.


له دوی وروسته ډیاګو مارادونا (۸)، ګیلرمو سټیبیل (۸)، ماریو کیمپس (۶) او ګونزالو هیګوین (۵) ګولونه وهلي دي.


میسي دا ریکارډ هم لري چې د خپل عمر په شل کلنۍ او دېرش کلنۍ کې یې ګولونه وهلي دي.


د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه په لومړي ځل په ۲۰۰۲ کال کې میسي ته ورکړل شوې ده او تر دې دمه یې په نړیوالو جامونو کې نهه ځل دغه ویاړ ترلاسه کړی دی.




نوموړي د ۲۰۱۴ زېږدیز کال په نړیوال جام کې څلور ځل دا جایزه واخیسته او ریکارډ یې لا هم په نوم ثبت دی.


جرمنی میروسلاو کلوز د نړیوالو جامونو په ۱۷ لوبو کې لوبيدلی دی، خو مسي بیا په ۱۵ سیالیو کې برخه درلوده.


د یادونې ده چې نن به د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د فوتبال نړیوال جام لومړنۍ نیمه پایلوبه د ارجنټاین او کروویشیا ترمنځ ترسره شي، چې د فوتبال څارونکو د اټکل پر اساس به ارجنټاین برلاسې وي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *