Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د طالبانو له لوري د معترضو نجونو نیونه؛ بېنیټ: دا وضعیت د بشري حقونو بحران لا زیاتوي

په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې له لاریونونو وروسته، د طالبانو له‌خوا د یو شمېر معترضو نجونو د نیول کېدو په غبرګون کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه ځانګړی راپور ورکوونکی وايي، دا وضعیت د بشري حقونو بحران لا پسې زیاتوي.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ وايي، په کابل، تخار او ننګرهار کې د لاریونونو پر مهال د ښځو او خبریالانو د وهلو او زنداني کېدو راپورونه ور رسېدلي دي.


بېنیټ دا مسایل اندېښمنونکي بللي.




هغه په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "د بیان له ازادۍ انکار او د غونډو مخنیوی به د بشري حقونو کړکېچ نور هم زیات کړي."


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه ځانګړي راپور ورکوونکي هر څه ژر د طالبانو له‌خوا د نیول شویو معترضو نجونو، ښځو او خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې.


ازادي راډیو ته په کابل کې د پروني لاریون درې معترضو ګډونوالو نجونو تایید کړه چې طالبانو د دوی د لاریون مخه نیولې، تاوتریخوالی یې ورسره کړی او یو شمېر لاریون کوونکې یې نیولي.


په نیولو شویو معترضینو کې زینب، انګېزه ګنیش او زهرا ماندګار بېرته خوشې شوې، خو رقیه ساعي او یوه بله معترضه لا هم د طالبانو په بند کې دي.


د رقیې ساعي خور طاهرې ساعي نن ازادي راډیو ته وویل، نه پوهېږي چې خور یې چېرته ده.


ساعي زیاته کړه: "رقیې ته مې ټیلفون وکړ، ورته مې وویل چېرته یې؟ ویل یې یو رېنجر موټر مې څاري او بیا یې ټیلفون پرې کړ. ما بیا زنګ وروواهه، ویل یې طالبانو مې غټ ټیلفون اخستی، ډېره وارخطا وه. ټیلفون یې پرې شو، بیا مې زنګ وواهه، نور تر اوسه یې ټيلفون بند دی. هېڅ ترې نه یوو خبر چې چېرته ده."


تر خوا یې له تخاره هم خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې هلته د پوهنتون تر مخه په راټولو شویو معترضو ښځینه محصلانو اوبه شېندل کېږي او اجازه نه ورکول کېږي چې لاریون وکړي.


طالبانو د تېرې سه‌شنبې په ورځ نجونې پوهنتونونو ته له تلو منع کړې، هغه پرېکړه چې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوه او طالبان پرې خورا سخت وغندل شول.










پر دې موضوع د غبرګونونو په دوام د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو ځانګړي استازي ټام وېسټ دا پرېکړه، نه جبراېدونکې بللې.




هغه په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "ټوله نړۍ د افغانانو د یووالي شاهده ده چې د یوې زیانمنونکې او نه جبرانېدونکې پرېکړې په مخالفت کې ده."


هغه زیاته کړې، محصلان له خپلو خویندو سره اوږه په اوږه ولاړ دي، استعفاوې، لاریونونه او مخالفتونه روان دي.


وېسټ له طالبانو غوښتي چې د خپلو خلکو غږ واوري، ځکه د ده له قوله، لا هم ډېر ناوخته نه‌دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *