میانمار کې یوه پوځي محکمه د 'انګ سان سوچي' په اړه وروستۍ پرېکړه کوي
د میانمار یوه پوځي محکمه به د پخواني ډیموکراټیک حکومت د مشرې او د سولې د جایزې ګټونکې انګ سان سوچي په اړه روانه اونۍ وروستۍ پرېکړه وکړي.
له واکه تر لیرې کېدو وروسته د انګ سان سوچي د محاکمې بهیر اتلس میاشتې روان دی.
۷۷ کلنه انګ سان سوچي له مالي فساده نیولې، هېواد ته د غیرقانوني مخابرو د واردولو او له محرم رسمي قانون څخه د سرغړونې په ګډون په څه باندې ۱۴ مواردو رسماً تورنه شوې ده.
د ډسمبرپه ۲۶مه به په محاکمه کې پر هغې د مالي فساد د پاتې تورونو سپیناوی وشي او له هغې سمدستي وروسته به محکمه خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په څېر د میانمار پوځي حکومت هم ملګرو ملتونو په رسمیت نه دی پېژندلی او تېره اونۍ یې هم په دې سازمان کې د پوځي حکومت وړاندیز شوي استازي ته اجازه ورنه کړه چې خپله دنده پیل کړي.