Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ملګرو ملتونو د طالبانو له لوري په موسسو کې د ښځو په کار کولو بندیز وغانده

د طالبانو حکومت په یوه نوي اقدام کې په غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.


د نادولتي موسسو د ښځینه کارکوونکو د کار د مخنیوي په هدف د طالبانو د پرېکړې په تړاو په لومړنیو غبرګونونو کې ملګرو ملتونو دا اقدام د جدي اندېښنې وړ وباله.


په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما مرستیال رامز الاکبروف شنبه ناوخته په خپل ټوېټ کې ویلي، د هغو راپورونو په اړه ژوره اندېښنه لري چې طالبانو په نادولتي کورنیو او نړیوالو موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی دی.




اکبروف د طالبانو دا کار له بشري اصولو ښکاره سرغړونه وبلله او ویې ویل چې د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو مهم رول او بشري چارو ته د رسېدو په برخه کې د هغوی ونډه ډېره مهمه او د نه انکار وړ ده.


اخوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې اوچا د افغانستان مشرې ایزابیلا کارلسن هم د طالبانو دا اقدام غندلی.


هغې د ملګرو ملتونو یوه مفصله اعلامیه خپره کړه چې په کې د طالبانو له خوا د انجوګانو د ښځینه کارکوونکو د کار د مخنیوي پرېکړه د ښځو له اساسي او بشري حقونو یوه ښکاره سرغړونه یاده شوې.


ملګرو ملتونو ویلي چې د طالبانو له چارواکو سره خبرې کوي او د دغه امر په اړه ترې سپیناوی غواړي.


د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت په یوه مکتوب کې د شنبې په ورځ کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو ته امر کړی چې تر بل امره پورې دې په خپلو ادارو کې د ښځو کار ودروي.


د دغه وزارت وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب ازادي راډیو ته دا مکتوب تایید کړ.


په دغه مکتوب کې چې د طالبانو د حکومت د اقتصاد د سرپرست وزیر قاري دین محمد حنیف له خوا لاسلیک شوی، د دې پرېکړې لامل د ښځو له خوا په کارځایونو کې د حجاب او نورو اړوندو مقرراتو نه مراعات یاد شوی دی.




دغو بنسټونو ته ګواښ شوی چې که د امر په تطبیق کې یې پاتې راشي جوازونه به یې لغوه شي.


که څه هم وروستۍ احصایې په لاس کې نه شته، خو د پخواني حکومت د اقتصاد وزارت له خوا خپاره شوي ارقام ښيي چې د بیارغونې، پوهنې او د بشري او ټولنیزو مرستو په برخو کې سلګونه بهرنۍ او کورنۍ نادولتي موسسې فعالې وې.


ملګري ملتونه او مرستندویه هېوادونه دا مهال په نادولتي سازمانونو تکیه کوي څو ډېرو خلکو ته مرستې ورسوي.


د اکبر خپلواک انسټېټیوټ سره چې په افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو فعالیتونه همغږي کوي، د ۸۳ نړیوالو موسسو په ګډون ۱۸۳ انجوګانې نومونه ثبت دي.


په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز له لګولو مخکې د طالبانو حکومت په پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه او دغه پرېکړه له سختو داخلي او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوه.


د تېر کال په دوبي کې واک ته د طالبانو له راتګ وروسته، ډېری ښځې چې په دولتي ادارو کې یې کار کاوه، په کورونو کې پاتې دي.


خو یو شمېر ښځې اوس هم د کورنیو چارو، عامې روغتیا او پوهنې په وزارتونو کې کار کوي.


طالبانو د ښځو پر وړاندې تر دې زیات محدودیتونه وضع کړي چې تر ټولو لویې بېلګې یې عامه حمامونو، تفریحي مرکزونو او ورزشي کلبونو ته د هغوی د ورتګ مخنیوی دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *