د دوبۍ حکومت پر الکولي مشروباتو شاوخوا ۳۰ سلنه مالیه پای ته ورسوله
د متحده عربي اماراتو د دوبۍ حکومت پر الکولي مشروباتو شاوخوا ۳۰ سلنه مالیه پای ته ورسوله.
ظاهراً دوبۍ دا پرېکړه د بهرنیو سیلانیانو د جذبولو لپاره کړې ده.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په ۲۰۲۲ کې دوبۍ ته د ورغلیو بهرنیو سیلانیانو شمېر د ورتېر ۲۰۲۱ په پرتله سل سلنه زیات شو.
متحده عربي امارت او د خلیج د سیمې نور هېوادونه هڅه کوي چې د تېلو پر صادراتو اتکا کمه کړي.