ننګرهار کې د سوکوهنې ملي لوبډلې د غوراوي سيالۍ پيل شوي دي
د افغانستان د بدني روزنې عمومي ریاست خبر ورکړی دی چې، په جلال اباد ښار کې یې د سوکوهنې ملي لوبډلې د اوه ویشتم پړاو غوراوي سيالۍ پيل شوې دي.
یاد ریاست په خپله فېسبوک پاڼه یوه خبرپاڼه خپره کړې ده او ویلي دي، چې په دې سیالیو کې به د افغانستان له ۲۵ ولایتونو څخه ۱۸۸ لوبغاړي برخه واخلي او د بېلابېلو عمرونو د کټګورۍ پر اساس به ۲۶ بريالي او پياوړي لوبغاړي د سوکوهنې ملي لوبډلې ته غوره شي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې، د سې شنبې په ورځ (د مرغومې ۱۳) به د ۶۰ لوبغاړي له یو بل سره سيالي ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ننګرهار لا تر دې دمه د سوکوهنې مسلکي/ پروفیشنل لوبیز جمنازیوم نهلري او دا سيالۍ هم د جلال اباد ښار په فوټبال لوبغالي کې ترسره کېږي.