په قزاقستان کې د واورو ورېدو له کبله ۱۲۷ لویې لارې تړل شوي
د دې وزارت په وینا، په روانو توپانونو کې په لویو لارو کې د بند پاتې شویو موټر چلوونکو د موندلو او مرستې لپاره ځانګړي ژغورونکي ټیمونه جوړ شوي.
د قزاقستان د بېړنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ تراوسه دې ټیمونو د قزاستان په بېلابېلو سیمو کې ۶۹۱کسان ژغورلي چې ۱۳۷ تنه يې ماشومان دي او د ژغورنې چارې لا هم دوام لري.