Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

افغانستان کې معلولې نجونې هم له زده‌کړو بې برخې شوي

د طالبانو په بياځلي واکمنۍ کې د نورو نجونو په څېر معلولې نجونې هم له زده‌کړې بې برخې شوي دي.


په کابل کې د نابینایانو د انستیټوټ يوه زده کوونکې، چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي وايي: "موږ هلته د قرانکریم او نورو اسلامي مضامینو په حفظ بوخت وو او د دولسم ټولکي له فراغت وروسته به زموږ ټول قران کریم حفظ کېده."


دا زده کوونکې وايي، دوی به د مسلکي او تخنیکي ادارې په چوکاټ کې جوړو شویو ښوونځیو او انسټیټیوټونو کې اسلامي، عمومي او حرفه‌وي زده کړې کولې خو اوس له ټولو دې زده‌کړو بې برخې دي.


نوموړې وايي: "زموږ نصاب بېل دی موږ ته نور مضامین لکه تاریخ، جغرافیه، ادبیات سانیس ډېر کم درس راکول کېده او ډېر به مو اسلامي تعلیمات، عمومي تعلیمات، حرفه او کمپیوټر زده کاوه."


دا وايي، که څه هم له پخوا راهیسې دوی ته پاملرنه کمه وه، خو په خبره یې اوس هر څه په ټپه درېدلي دي.




د ننګرهار ولایت د نابینایانو د انسټیټوټ یو زده کوونکی، چې دا هم نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخيستل شي ازادي راډیو ته یې وویل: "زه او خور مې دواړه ړانده یو، موږ به پخوا یو ځای درس ته تلو، اوس زه ځم خو خور مې نه‌شي تلی، ډېر خپه یم، موږ خو ړانده یو. یو بل ته کتلای هم نه‌شو، خو بیا هم ښځې د تک اجازه نه‌لري."


د یادونې ده، چې د معلولینو زده کړې بېلې او ځانګړې دي.




نابینایانو ته د ځانګړي خط او هغوی چې نه یې اوري ورته د اشارې په ژبه تدریس کېږي.


په کابل کې د نابینایانو د انسټيتوټ یو استاد چې دا هم نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخلو، د دغو ځانګړو زده کړو په اړه معلومات راکوي.


نوموړی وايي: "معلولین ته په نورو کورسونو کې د تدریس زمینه نه‌ده مساعده، دوی ته په خاص طرز باندې زده کړې کېږي، څوک چې دوی ته تدریس کوي هغه باید خاصو تعلیماتو سره بلد وي، باید ګریل خط وپېژني، همداسې د کڼو د استاد باید د اشارې ژبه زده وي تر څو وکولای شي، دوی ته سم درس ورکړي او یوازنی نهاد چې کولی شي دوی سره مرسته وکړي، همدا د تعلیمات خاص انسټیټيوټونه او لېسې دي."


د تخنیکي او مسلکي تعلیمات اداره یو خپلواکه اداره ده، چې په پلازمېنه کابل او  ولایتونو کې ۱۴۵ انسټیټونه,۲۲۰ لېسې او ټول ۶۴۰۰۰ نجونې او هلکان زده کوونکې لري، شاوخوا ۷۳ بېلا بیلې رشتې لري، خو د شاوخوا ۱۷ میاشتو راهیسې د نجونو پر مخ بندې دي.




په کابل کې د دغې ادارې په چوکاټ کې د هغوی چې نه‌یې اوري یا ناشنوایانو د لېسې یوه زده کوونکې لیدا، چې په اشاره خبرې کوي، ازادی راډیو ته یې په یوې ويډيو کې ویلي، زه ښه احساس نه‌لرم ځکه ښوونځي ته د تګ اجازه مې نه‌شته.




د لیدا یو ښوونکی د نوموړې د احساس په اړه چې په اشاروي ژبه يې کوي وايي: "زما نوم لیدا دی، زه یوه ناشنوا نجلۍ یم، زه ښه احساس نه‌لرم ځکه د ښوونځي ته تګ اجازه نه‌لرم، خو په راتلونکي که د ښوونځي ته تګ هیله لرم چې د ښوونځي دروازې زموږ پر مخ بېرته خلاصې شي."


خو د طالبانو تر کنترول لاندې د تخنیکي او مسلکي تعلمیاتو ادارې مالي معین مفتي فضل الرحمن فاضل وايي، چې د معلولو نجونو زده کړو هم تر بل امر پورې اجازه نه‌شته.


نوموړی ازادي راډی راډیو ته وویل: "ټول شاګردان له اول تر دولسم شته او په بېلابېلو رشتو کې کار کوي خو د اناثو برخه متوقفه ده او موږ تر امر ثاني د مشرانو هدایاتو ته منتظر یو او نجونې مختلفو رشتو کې کار کوي خو صقیلې رشتي نجونو ته د فعلاً لپاره متوقفې دي."




دا چې کومې رشتې نجونو ته په صقیلو رشتو کې راځي، په دې اړه ښاغلي فاضل زموږ پوښتنه ځواب نه‌کړه.


په افغانستان د طالبانو په بیاځلي واکمنېدو سره له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي دي، د لیندۍ میاشتې په ۲۹مه دوی د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې.


که څه هم د نجونو پر زده کړو د طالبانو حکومت دا بندیزونه په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوي او پراخ غبرګونونه ښودل شوي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه خپله پرېکړه نه ده بدله کړې.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *