Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د لوړو زده کړو درلودونکي ځینې افغان ځوانان له بېکارۍ شکایت کوي

یو شمېر ځوانان چې لوړې زده کړې لري، په افغانستان کې له بېکارۍ شکایت کوي.


تابش ایوبي د کابل پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ شوی دی.


نوموړی وايي، د طالبانو په واکمنۍ سره له دندې ګوښه شوی چې له امله یې له ډېرو ستونزو سره مخ شوی دی.


ایوبي ازادي راډيو ته وویل چې په دې وروستیو کې له سختو شرایطو سره مخ دی.


هغه وویل: "له هغه وخته چې د طالبانو ډله کابل ته راغله، زما د مور دنده ترې واخیستل شوه، د خور دنده مې ترې واخیستل شوه او ان له ما څخه يې دنده واخیسته. د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن یم. ما دومره زده کړې وکړې وکړې، څوارلس کاله او ټولې هېڅ شوې په افغانستان کې ژوند ډېر ستونزمن شوی دی."


خیال محمد بیا د پلازمېنې کابل بل اوسېدونکی دی.


نوموړی د کمپیوټر ساینس له پوهنځي فارغ شوی دی.


دی وايي، چې بېکاره دی او هره ورځ په کار او وظيفې پسې ګرځي.


خيال محمد وایي: "ځوانان د کار په لټه کې دي، خو کار درک نه لري، ټولو يې زده کړې کړي او د ليسانس او ماسټرۍ سندونه لري، خو ټول بېکاره دي، دوی خپل ورځني لګښتونه نه شي پوره کولای."


محمد ولي چرخي بیا د لوګر ولایت اوسېدونکی دی چې له ادارې او منجمنت پوهنځي څخه فارغ شوی دی.


نوموړی چې دا مهال بې کاره دی، د کار نشتوالی د افغانستان د لوستو ځوانانو عمده ستونزه ګڼي.


محمد ولي وايي، چې پخوا يې په يوې دولتي اداره کې کار کاوه، خو د طالبانو له راتګ وروسته يې دنده له لاسه ورکړه او اوس په بېوزلۍ کې ژوند کوي.


هغه زیاتوي: "ځوانانو ته د کار زمینه برابره نه ده. زما وضعیت پخوا ښه و، خو اوس هېڅ ښه وضعیت نه لرو. په ټولیزه توګه اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ دی. دا داسې حالت دی چې موږ یې هېڅ تصور نه درلود."


په دې اړه مو د طالبانو د حکومت له وياند ذبيح الله مجاهد نظر هم وپوښت، خو هغه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.


خو نوموړي مخکې ویلي وو چې د پخواني حکومت ټول ځوان کادرونه اوس هم د طالبانو په حکومت کې کار کوي.


د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ میاشت کې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته ۵۰۰ زره کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.


افغان ځوانان وايي، که لوستو ځوانانو ته د کار زمینه برابره نه شي، دغه ټول ځوانان به له هېواده وتلو ته اړ شي.


ډېری ځوانان په دې وروستیو کې په قانوني او غیرقانوني توګه ګاونډیو هېوادونو او ځینې یې اروپايي هېوادونو ته کډه شوي دي.


دغه ځوانان بې روزګاري، د اقتصادي کړکېچ اوج او د نویو محدودیتونو زیاتوالی له هېواده د وتلو اصلي لاملونه ګڼي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *