Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

طالبانو نابینا نجونې هم له تعليمه منع کړي

په افغانستان کې د طالبانو وروستیو پریکړو له امله نابینا نجونې هم زده کړې نه شي کولای.

په کابل کې د نابیناو کسانو د انسټیټيوټ یوه زده کوونکې وايي د کمو ساینسي او ډېرو ديني مضامينو زده کړه کوله خو د طالبانو لخوا پر نجونو د تعليم بندیز له دوی هم دا حق اخیستی. هغې دې د ځان خوندي ساتلو لپاره د خپل نوم خپرول نه غوښتل، د جنورۍ پر څلورمه مشال راډيو ته وويل چې پخوا هم ورته ډېره پاملرنه نه کېدله خو اوس هر څه په ټپه ولاړ دي.


هغې وویل: "زموږ نصاب جلا دی. موږ ته د نورو مضامینو لکه تاریخ، جغرافیې، ادبیاتو او ساینس ډیر کم درس راکول کیدو. د قران حفظ مو هم کاوه. ديني، مسلکي او د کمپيوټر زده کړو مو هم کولې."




طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه کابل ته ننوتل او پر افغانستان واکمن شول. دوی د خپلې واکمنۍ په پیل کې د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې وتړلې او هغه مهال یې ژمنه کړې وه چې د ۲۰۲۲کال په پسرلي کې ښوونځي بیا پرانیزې خو نه یوازې دا کار یې و نه کړ بلکې د ديسمبر په اخره کې یې نجونې له لوړو زده کړو منع کړي او پر ښځو یې په غيرسرکاري ادارو کې د کار بندیز ولګاوه.


د ننګرهار ولایت د نابینا کسانو د انسټیټوټ یو زده کوونکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وویل: "زه او خور مې دواړه ړانده یو، موږ به پخوا یو ځای درس ته تللو، اوس زه ځم خو خور مې نشي تلای، ډير خپه یم، موږ خو ړانده یو. یو بل ته کتلای هم نشو، خو بیا هم ښځې د تګ اجازه نلري."


د معذورانو په تېره د نابینا کسانو زده کړې بیلې او ځانګړې وي. نابینا کسانو ته د ځانګړي خط او کڼو ته د اشارې په ژبه زده کړې ورکول کېږي.


په افغانستان کې د تکنیکي او مسلکي تعلیماتو اداره خپلواکه ده، چې په پلازمینه کابل او له لسو زیاتو ولایتونو کې ۱۴۵ انسټیټونه،۲۲۰ لېسې او ټول ۶۴۰۰۰ نجونې او هلکان زده کوونکې لري. په دغو کې شاوخوا ۷۳ بېلا بېل مضامین دي خو د شاوخوا ۱۷ میاشتو راهیسې د نجونو پر مخ بندې دي.




اوس دا اداره د طالبانو تر حکومت لاندې راغلې او مشران یې وايي چې زده کړې پکې ودرېدلې دي. دغلته د مالي چارو مشر مفتي فضل الرحمن فاضل مشال راډيو ته وويل: "موږ تر امر ثاني د مشرانو هدایاتو ته منتظر یو."


طالبانو د نجونو پر تعليم د بندیز سربېره پر ښځو يو لړ نور بندیزونه هم لګولي دي لکه هغوی یې پارکونو ته له تګه هم منع کړي دي، په دفترونو کې د ښځو شمېر کم کړی، له محرم بغیر ورباندې بهر پر تګ راتګ بندیز دی، پر ښځو مخ پټول جبري شوي او پر ټېلېوېژن یې څرګنديدل محدود کړي دي. نړيوالو پر دې بنديزونه سخت غبرګون ښودلی او له طالبانو یې غوښتنه کړې چې خپله پرېکړه دې بیرته واخلی.


افغان ښځو د دې محدودیتونو پرضد د افغانستان دننه په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې کړې دي خو طالبان له خپلې تګلارې نه دي اوښتي او نه یې هم د نړيوالو غبرګون ته مثبت ځواب ویلی. د ۲۰۲۲ کال په جولای کې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخونزاده د ديني عالمانو په يوه غونډه کې ويلي ول چې "نه د نړيوالو غوښتنې مني او نه هم ورسره يو قدم مخکې" ځي.


د نجونو پر زده کړو او کار د طالبانو حکومت دا بندیزونه په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوي او پراخ غبرګونونه ښودل شوي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه خپله پرېکړه نه ده بدله کړې.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *