د جینیوا غونډه: شهباز شریف وايي تر سېلابونو وروسته څه د پاسه ۱۶ اربه ډالرو ته اړتیا لري
شریف وویل، د سیند او بلوچستان په یوشمېر سیمو کې سېلابي اوبه ولاړې دي او د وسې او پشکال تر بارانونو وروسته سېلابونو تر ۳۰ مېلیونه زیات خلک اغېزمن کړل، تر اته مېلیونه زیات کسان بې کوره شول او شاوخوا ۸،۰۰۰ کېلومیټره سړکونه یې ړنګ کړل.