سرچینه: د کابل برید کې د بهرنیو چارو وزارت ۱۶ کارکوونکي وژل شوي
د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ مخې ته د حملې ذمه واري منلې ده. رویټرز اژانس او سي بي سي نیوز ته سرچینو ویلي، یوه ځانمرګي بریدګر غوښتل بهرنیو چارو وزارت ته ننوځي، خو مخه یې ونیول شوه او د وزارت مخې ته یې په ځان پورې تړلي بارود وچوول.