Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په افغانستان کې د ۵۰ خصوصي پوهنتونونو د بندېدو خبرداری ورکړل شو

د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو ټولنه وایي، که د نجونو پر زده کړو بندیزونه لیرې نه شي نو ۵۰ خصوصي پوهنتونونو به دې شته اقتصادي ستونزو له امله بند شي.


د نجونو پر تحصیل تر بندیز وروسته د خصوصي پوهنتونونو ټولنه خبرداری ورکوي که وضعیت همداسې ادامه ولري نو ښايي۵۰ خصوصي پوهنتونونه د اقتصادي ستونزو له امله خپل فعالیتونه ودروي.


د دې ټولنې ویاند کریم ناصري د خصوصي پوهنتونونو اقتصادي ستونزو ته په اشاره ازادي راډيو ته وویل: "تېره ورځ (د افغانستان خصوصي پوهنتون) په افغانستان کې بند شو. اوسمهال موږ ۶۷ پوهنتونونه او خصوصي تحصیلي موسسې په کابل کې لرو، که وضعیت په همدې شکل دوام وکړي او د نجونو د تحصیل په اړه تصمیم ونه نیول شي نو ښايي ۵۰ خصوصي پوهنتونونه د اقتصادي ستونزو له امله وتړل شي."


ناصري د طالبانو له حکومت غواړي چې د شخصي پوهنتونو سره دې مالیې او او نور مالي ستونزو په برخه کې همکاري وشي څو د مالي او اقتصادي ستونزو له امله دې د دغه پوهنتونونو د سقوط مخه ونیول شي.


په همدې حال کې د روانې اونۍ د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په نوم یوه خصوصي پوهنتون په نږدې ورځو کې دخپلو د فعالیتونو د احتمالي درېدو خبر ورکړی.


یاد پوهنتون په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي: "پر نجونو د ښوونځيو او د پوهنتونونو د بدیزونو او ګڼو اقتصادي ستونزو له امله د افغانستان پوهنتون مدیره پلاوي تصمیم نیولی چې پوهنتون به پلوري او که ونه پلورل شي نو پوهنتون به خپل فعالیتونه وتړي او د ۱۴۰۲ لمریز کال د پسرلنۍ سمستر که به نور فعالیت ونه لري."


یاد پوهنتون په خبرپاڼه کې د محصلانو کره شمېر نه دی ذکر کړی خو ویلي چې شپېته سلنه محصلان یې نجونې دي.


په ورته وخت کې د مورا د خصوصي پوهنتون رییس عزیز الله امیر هم د اقتصادي ستونزو او د ښځینه محصلانو د نه شتون له امله د دغه پوهنتون د احتمالي بندېدلو خبر ورکړی.


د مورا د خصوصي پوهنتون رییس ازادي راډیو ته وویل: "زموږ ټول محصلینې او کارکوونکې ښځې دي او هېڅ نارینه کارکوونکی نه لرو او اوسمهال د سخت اقتصادي فشار لاندې یم، د مالیې، کرایې او د کارکوونکو د معاشاتو قرضدار یم، که وضعیت همداسې ادامه ولري نو سل په سلو به زموږ پوهنتون هم بند شي."


د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت نظر هم تر لاسه کړي، خو ویاند یې د دغه راپور تر خپرېدو پورې پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.




د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت په دې وروستیو کې دولتي، خصوصي پوهنتونونه او ټول تحصیلي موسسو ته یو لیک واستوه او امر یې وکړ چې د ښځینه محصلانو له استخدام څخه دې ډډه وکړي.


د خصوصي پوهنتونونو د ټولنې د معلوماتو پر بنسټ اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴۰ خصوصي پوهنتونونه او تحصیلي موسسې فعالیت لري چې له دې ډ‌لې ۶۷ پوهنتونونو او تحصیلي موسسې په کابل کې فعالیت لري شاوخوا ۲۰۰ زره زده کوونکې زده کړې کوي.


راپور - نرګس مومند حسنزۍ

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *