امريکا په دغه هېواد کې څلورم ناپېژاند الوتونکی څيز ويشتلی
د امریکا د متحدو ایالتونو چارواکي وايي، څلورم ناپېژندوی څيز یې هم ویشتلی چې پر دغه هېواد د الوتو په حال کې و.
د امریکا دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، پوځ د ولسمشر جو بایډن په امر په مشیګان ایالت کې پرون یو ناپېژندوی الوتونکی شی ویشتلی او لاندې غورځولی دی.
اعلامیه وايي، د دې الوتونکي څیز جهت او ارتفاع اندېښنې ولاړې کړې وي، چې ښايي د ملکي هوايي چلن لپاره کوم خطر پېښ کړي.
چارواکي اوس د دې څیز د ټوټو په ټولولو او ارزونه بوخت دي.
امریکا تر دې مخکې دې ته ورته الوتونکی څیز د الاسکا پر فضا د جمعې په ورځ او بل یو د کاناډا په فرضا د شنبې په ورځ ویشتلی و.
دا پېښې داسې وخت کېږي چې امریکايي چارواکو اوونۍ مخکې د څارنې یو مشکوک چینايي بالون د ساوت کارولینا پر فضا وویشت.
ګومان کېږي چې دې مشکوک بالون په امریکا کې د وسلو په اړه استخباراتي اطلاعات ټولول.