د ترکيې او سوريې زلزلهځپليو سيمو کې د ژغورنې عمليات دوام لري
په ترکیه او سوریه کې د مرګونې زلزلې ټیک یوه اونۍ ووته، خو لا هم تر خاورو او خښتو لاندې د بندو پاتې شوو د پلټنې او ژغورنې عملیات روان دي.
رویټرز اژانس ویلي چې، په دواړو هېوادونو کې د زلزلې د قربانیانو شمېر له ۳۳زرو څخه اوښتی دی.
دې ډله کې نژدې ۳۰ زره په ترکیه او له درې نیم زرو ډېر په سوریه کې مړه شوي دي.
په غازي عین تیپ ښار کې نن یوه څلوېښت کلنه مېرمن یوه اوونۍ وروسته تر خاورو لاندې ژوندې را ایستل شوې ده او په قهرمان مرش کې هم ژغورونکو په یوه ودانۍ کې له دریو بندو پاتې شوو، مور، لور او نوي زیږیدلي ماشوم سره اړیکه ټینګه کړې ده.
د ژغورنې له عملیاتو سره هممهاله ژغورونکو ډلو او ځایي اوسېدونکو ویلي چې د امنیتي وضعیت په خرابېدو سره له ورانو شویو ودانیو او سوداګریزو ځایونو د غلا پېښې ډېرې شوي دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي، له لوټمارانو سره به جدي حساب کتاب وشي.