Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د حج او عمرې يو شمېر غوښتونکي: پر تمديد شويو پاسپورټونو د حج لپاره نوم‌ليکنه ‌نه‌شو کولی

د عمرې حج یو شمېر غوښتونکي وایي، له څه مودې راهیسې تمدید شوي سټیکر لرونکي پاسپورټ سره، نه‌شي کولای د عمرې حج پروګرام ته نوم‌لیکنه وکړي.


د حج يو تن غوښتونکی چې نه‌غواړي راپور کې يې نوم واخيستل شي وايي: "موږ پيسې ورکړي، پاسپورټ مو تمدید کړی، ولې ومو نه‌شو کړای چې نوم‌لیکنه وکړو."


نوموړی وايي، چې پاسپورټ یې په سټيکر تمدید کړی او ورسره دا پوښتنه ده، چې ولې نه‌شي کولی عمرې حج ته نوم‌لیکنه وکړي.




هغه ازادي راډيو ته وویل: "موږ پيسې ورکړې، خپل پاسپورټ مو تمدید کړ، اوس ولې ونه‌شو کړای له دې امله چې په سټیکر تمدید شوی عمرې حج ته نوم‌لیکنه وکړو، موږ ته یې نه‌دي ویلي چې ستونزه چېرې ده!"


په ورته وخت کې د یو زیارتي او سیاحتي شرکت مسؤل ازادي راډيو دا خبره تایید کړه او زیاته یې کړه، چې دوی عمرې حج ته یوازې د هغو کسانو نوم‌لیکنه کولای شي چې پاسپورټونه یې د سټیکر تمدید پرته د اعتبار وړ وي.


د ياد شرکت يو مسؤل چې نه‌يې غوښتل نوم يې راپور کې ياد شي، وويل: "اصلي ستونزه دا وه، هغه کسان چې سټیکر درلودونکي پاسپورټ سره د عمرې حج ته تلل یا ویزه ورته صادرېده نو د عمرې د مراسمو د ادا کولو په وخت کې به له ستونزو سره مخ کېدل، خو موږ ته ډاډ راکول شوی دی، چې ډېر ژر به دا ستونزه هواره شي."




ومو غوښتل چې په دې اړه د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزارت نظر هم واخلو خو له پر له‌پسې اړیکو سره سره بریالي نه‌شولو.


دغه وزارت په خپل ټويټر پاڼې د حج او عمرې د ملي کمېټې د غونډې خبر ورکړی او ویلي، چې حاجیانو ته د پاسپورټونو په وېش کې به اسانتیاوې را منځته شي، خو د یادې شوې ستونزې په اړه یې څه نه‌دي ویلي.




دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې مخکې پر ټولنیزو رسنیو د هغه کسانو ویډیوګانې خپرې شوې، چې د عمرې حج لپاره، په سټیکر د افغانستان له تمدید شویو پاسپورټونو سره له کاناډا سعودي عربستان ته تللې وو؛ خو د هغه هېواد له هوايي ډګر اجازه نه وه ورکړل شوې.


ازادي راډیو بریالۍ نه‌شوه چې له دې کسانو سره خبرې وکړي خو هغه ویډیو ګانې چې پر ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي، دوه سړي په هوایي ډګر کې ښيي چې وایي: "موږ راغلې یو مدینې کې یو، دا چې زموږ پا سپورټونه تمدید شوي وو، موږ له مدینې څخه باسي."


دغه راز يو بل کس وويل: "هر هغه کس چې د عمرې د حج نیت لري نو له نویو پاسپورټونو سره دې راشي. موږ د طالبانو له دولت غواړو چې دا ستونزه هواره کړي. ټول عمرې حج ته راځي، موږ ناهیلې بېرته ځو."


د سیاحتي او زیارتي شرکتونو په خبره، د سعودي عربستان سفارت په افغانستان کې فعالیت نه‌لري او د حاجیانو ویزې د انلاین نوم لیکې له لارې صادريږي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *